کور / تازه خبرونه / نوازشريف : د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو.

نوازشريف : د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو.

کابل : د ازادۍ او مشال راډيوگانو د راپورونو پر اساس د پاکستان صدر اعظم نواز شریف په واک کې تر راتلو وروسته په لومړي ځل د شنبې په ورځ د افغانستان د یو ورځنۍ دورې پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړپوړو افغان چارو واکو سره لیده کاته کړي دي. د افغان ولسمشر په ماڼۍ (ارګ) له تر دې ملاقاتونو وروسته د پاکستان صدر اعظم نواز شریف او افغان ولسمشر حامد کرزي یو ګډې غونډې ته وینا وکړه. د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د خپلې وینا پر مهال وویل چې یو داسې افغانستان د پاکستان په ګټه دی کوم چې پر خپلو پښو ولاړ وي ، متحد وي او په کوم کې چې امن وي. صدر اعظم نواز شریف افغان ولسمشر حامد کرزي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې پاکستان په افغانستان کې د کومې خاص ډلې ملاتړ نه کوي.نواز شریف زیاته کړه چې ً ما خپل ورور ولسمشر کرزي ته دا پوره ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د سولې د ښه پرمخ بيولو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابرول جاري وساتي. زموږ هيله دا ده چې په سيمه کې نور هيوادونه هم د افغانستان د ثبات لپاره خپل کار ته دوام ورکړي. موږ په افغانستان کې د هيڅ يوې ډلې ملاتړ نه کوو. موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ کوو. د داسې يو افغانستان ملاتړ کوو چې موږ ورسره د ورورۍ اړيکې ولرو.ًتېره اونۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا يو پلاوی پاکستان ته د افغان طالبانو له دویم مشر ملا عبدالغني برادر سره د ملاقات لپاره ورغلی وو ، خو د رسنيوو له رپوټونو سره سم ، افغان پلاوي ته د دې اجازه ورنکړل شوه چې له ملا برادر سره وګوري.نواز شریف خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل ً زه به دا ووايم چې ملا برادر له جېله خوشی شوی دی. نن موږ په دې اړه ډيرې خبرې وکړې. موږ په دې اړه په يوه طريقه سلا شوي يو او د عملي کولو لپاره به يې کار کوو. ولسمشر کرزي موږ ته ځينې لارښوونې او هدايات کړي چې د هغوی په رڼا کې به موږ کار کوو او دا به باوري کوو چې له ملابرادر سره ملاقاتونه وشي.ً د سيمې د سياسي چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک کابل ته د نواز شريف سفر مهم ګڼي خو وايي چې لا هم د پاکستان د بهرنيوو اړيکو پاليسي د پوځ په لاس کې ده.نوموړي وويل چې په سيمه کې امن د اسلام اباد په ريښتيني همکارۍ راتلای شي.ډاکټر اعجاز خټک زیاته کړه ً پاکستان څو ورځې وړاندې هم دوه درې کسان خوشي کړي دي خو دا خلک چيرته لاړل. ملا برادر اوس هم له پاکستان سره دی. پاکستاني بايد له اخباري بيانونه مخکې لاړ شي او واقعيتا همکاري وکړي.ًبل پلو په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډپلومېټ احمد سعيدي بیا کابل ته د نواز شريف له سفره هيڅ هيله نه لري.احمد سعيدي وویل ً نوازشريف به يوازې وعدې وکړي. وبه وايي چې د سولې لپاره به دا وکړو او هغه به وکړو خو دا هسې تشريفاتي خبرې دي او دا يو تشريفاتي ملاقات دی.ً دپاکستان له صدر اعظم نواز شریف څخه د خبري غونډې پر مهال پوښتنه وشوه چې ایا هغوی پر دې باور لري او که نه چې د سیمې امن او کراري له افغانستان سره تړلې ده؟نواز شریف وویل ً موږ نه یوازې پر دې کلک باور لرو بلکې که خدای کول دا به عملي کوو هم.ًوزیراعظم نواز شریف د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه خبري غونډې ته وويل چې که افغانان د دې تړون لاسليک کېدل غواړي نو پاکستان د افغان ولس د خوښې احترام کوي. د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې افغانستان ته د پاکستان د وزیراعظم نواز شريف دا يو ورځنى سفر به د سولې او پخلاينې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.د سولې د عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد وویل ، دوی هیله لري چې د نواز شريف سفر به ګټورې پایلې ولري.مولوي شهزاده شاهد زیاته کړه ً افغانان او د سولې عالي شورا دې سفر ته هيله من دي. د وزیراعظم په توګه د نواز شريف له ټاکل کېدو سره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ملاقاتونه او سفرونه زيات شوي دي. په سيمه کې امن او سولې ته اړتيا ليدل کېږي. هيله من يو چې دا سفر به د سولې او امن په اړه ښې پايلې ولري.ً د یادونې وړ ده چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د شنبې په ورځ په یوه ورځني سفر افغانستان ته تللی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ضراراحمد مقبل عثماني د کابل پر هوايي ډګر دپاکستان صدر اعظم نواز شریف هرکلی وکړ.له صدر اعظم نواز شریف سره په پلاوي کې د نورو لوړپړو حکومتي چارواکو تر څنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی هم ملګری دی.د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف د خبرو ډیر تمرکز د سولې په ټینګښت او د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو په له منځه وړلو وو.ولسمشر حامد کرزي او نواز شریف د شنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې ملاقات درلود او له ملاقات وروسته دواړو په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې وکړې.ولسمشر کرزي وویل، د پاکستان له صدر اعظم سره یې د سولې لپاره په عملي ګامونو او په دې پروسه کې د امریکا په رول خبرې وکړې:”نن مو د ټولو هغو مسایلو په اړه په تفصیل خبرې وکړې چې د دواړو ترمنځ دي، دا مساله مطرح شوه چې، د سولې پروسه څنګه مخته بوځو، څنګه عملي اقدامات وکړو، امریکا، افغانستان او پاکستان څنګه همکاري وکړي، دواړو خواوو وویل چې، افراطیب او ترویزم دواړو ته خطر دی؛ د پناه ګاوو او د هغوی په له منځه وړلو بحث وشو، هیله مو دا ده چې، دواړه هېوادونه د تروریزم په خلاف هڅه کې کامیابه شي.”ولسمشر زیاته کړه، له کله نه چې نواز شریف واک ته رسیدلی؛ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې مثبت بدلون راغلی.واک ته له رسېدو وروسته دا کابل ته د صدر اعظم نواز شریف لومړنی رسمی سفر و.نواز شریف په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې؛ ولسمشر کرزي له دې وړاندې ویلی وو؛ په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.د پاکستان صدر اعظم نواز شریف هم ژمنه وکړه چې؛ د افغانستان د سولې له بهیر سره به مرستې جاري ساتي او زیاته یې کړه چې؛ د یوه سوکاله افغانستان غوښتونکی دی.”غواړم په ښکاره ووایم چې پاکستان له افغانستان سره د ښې ملګرتیا او ګاونډیتوب اړیکې غواړي؛ داسې اړیکې چې د داړو هیوادونو ملي ګټې په کې خوندي وي او ملي حاکمیت ته احترام په کې وي؛ یو با ثباته او متحد افغانستان د پاکستان مهمه هیله ده، ما خپل ورور ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې؛ پاکستان به د افغانستان د سولې په بهیر کې ټولې ممکنې آسانتیاې رامنځ ته کړي.”ښاغلي شریف دد یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې؛ ملا برادر هم له بنده آزاد دی او د افغان حکومت هر پلاوی چې پاکستان ته ولاړ شي؛ ورسره لیدلای شي.د پاکستان صدر اعظم وویل چې، ۲۰۱۴ کال د افغانستان لپاره یو مهم او له ستونزو ډک کال دی او تمه ده چې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي انتقال په سوله ییزه توګه وشي.دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د سولې د ټینګښت ژمنې کوي، بلکې دا ژمنې له دې وړاندې هم په وار وار تکرار شوي، خو عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.کارپوهان هم کابل ته د نواز شریف د سفر په اړه بیلابیل نظرونه لري، ځینې دا سفر تشریفاتي بولي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې دا رنګه ملاقاتونه د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ګټور دي.