کور / تازه خبرونه / شاهد الله شاهد :دمصباح الحق ملاتړوکړئ

شاهد الله شاهد :دمصباح الحق ملاتړوکړئ

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو له کورنیو رسنیو د هندي لوبغاړي سچین ټنډولکر د نه ستایلو او د پاکستاني کریکټ کپتان مصباح الحق د ملاتړ غوښتنه کړې ده.مصباح الحق دا مهال تر سختو نیوکو لاندې دی. هندي کریکټ لوبغاړي ټنډولکر په روانه میاشت کې له ۲۴ کاله تجربې وروسته استعفا وکړه. د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد په یوه وېډیو کې له پاکستانیانو غوښتي چې پر خپل ملي والي ټينګ شي. د کريکټ د وتلي ستوري سچن ټنډولکر په وروستۍ لوبه کې هند ویسټ انډيز ته په يوه پاڼۍ او ۱۲۶ منډو ماتې ورکړه او د دوو ټيسټ لوبو دغه لړۍ يې دوه صفر وګټله. ښاغلی شاهد په وېډيو کې، چې ترڅنګ یې کلاشینکوف لرونکي دوه وسله وال دي، ویلي چې “هندی سپورتي لوبغاړی ټنډولکر د پاکستاني رسنیو له لوري ستایل شوی، چې ډېرو پاکستانیانو هم ستایلی دی. رسنیو د مصباح الحق د بې باورۍ لپاره هم رپوټونه ورکړي، خو که څه هم ټنډولکر تکړه لوبغاړی وي، باید ونه ستایل شي، ځکه چې هغه زموږ د هېواد د ګټو خلاف دی”.”ددې پرځای کې ټنډولکر وستايئ، باید د مصباح الحق ستاینه وکړئ، ځکه چې هغه یو ملي لوبغاړی دی، او پاکستانی دی