اسلام اباد: دبي بي سي دخبر له مخې د پاکستان لومړى وزير ميا نوازشريف د شنبې په ورځ کابل ته سفروکړي او له افغان ولسمشر حامدکرزي سره د سولې پر بهير خبرې وکړي.دغه يوه ورځينى سفريوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي شريف اسلام آباد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره وکتل . دغه شورا له افغان طالبانو سره د سولې د يوه جوړجاړي د رامنځ کولو لپاره هڅه کوي. دا له هغه راهيسې چې ښاغلى شريف د پاکستان لومړى وزيرشوى کابل ته يې لومړى سفردى. دپاکستان د بهرنيوچارووزارت يوه وياند عزيزاحمد وويل ښاغلى شريف به کابل کې له ولسمشر کرزي سره د کتنې پرمهال له طالبانو سره د سولې پرخبرو سربيره د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخېزو اړيکو هم بحث وکړي.