کور / خبرتیا او پيغامونه / د مخابرات او کار موندنې وزارتونو ته پرانيستی ليک!

د مخابرات او کار موندنې وزارتونو ته پرانيستی ليک!

محترم وزير صاحبانو!
اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته !
افغانستان د طالبانو د واکمنۍ را وروسته دا دی خپل ديارلسم کال ته ننوځي؛ په دې موده کې افغانستان د نړۍ سره د ټلیفون، انټرنېټ او موبایل له لارې ونښلول شو، دا د افغانستان د دولت او ولس لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه شمېرل کېږي چې په تېرو لسوکلونو کې د بهرنیو هيوادونو په مرسته د افغانستان په برخه شول.

دا مهال په هيواد کې شپږ مخابراتي کمپنۍ (افغان بېسیم، روشن، ام ټي اِن، افغان ټلې کام، اتصالات او وصل )کار کوي چې په سلهاوو افغانان یې مصروف ساتلي دي، په دې سره ډېریو افغانانو په بېلابېلو برخو کې خورا اهم او ځانګړې مالومات او مهارتونه تر لاسه کړل چې دا په خپل ځای بله لاسته راوړنه ده چې ددې هیواد و غريب ولس ته مهيا شوې ده.

درنو وزيرانو!
دا چې څنګه او څه ډول خصوصي شرکتونو ستاسو له وزراتونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي هغه باندې مونږ مالومات نه لرو ، خو هغه څه چې زموږ اړوند کېږي تر تاسو پورې یې در لېږو هیله ده تاسو د خپلو افغان بچو ملاتړ ته لبېک ووایاست.

لومړی: تېرو دولسو کلونو کې ډېریو افغانانو د بهرنیو مهارت لرونکو کارکوونکو سره اوږه په اوږده په بېلابېلو مخابراتي کمپنیو کې کار وکړاو ډېر څه یې ترې زده کړل( البته د خپل زيار او کوښښونو له امله ). نو دا به ډېره اړينه وي چې له دې وروسته د مخابراتي کمپنيو چاري افغانانو ته وسپارل شي په دې سره به افغانان خپله د وطن د خدمت جوګه شي او تر څنګ به یې کاري تجربې او مهارتونه نور هم پیاوړی شي.

دويم : کېدای شي تاسو خبر واوسئ چې د اِم ټي اِن( اوسنۍ MTN او پخوانۍ اريبا) اکثره تخنيکي چارې د هندوستان هيواد و انجينرانو ته سپارل شوي دي چې په خپله له هندوستان څخه ترسره کېږې!! آیا دا کار ستاسو د وزارتونو (په خاصه مخابراتو وزارت) سره په توافق کې شوی که دوی په خپل سره دا کار کړی دی،که دا کار ستاسو په موافقه او یا هم دوی په خپل سر کړی وي، نو دا د افغان کارکوونکو لپاره يوه بله ضربه ده په دې سره د افغان کارکوونکو شمېر او خاص ډول د مخابراتي چارو هغه اصلي کړنې د افغاني کارکوونکو څخه اخيستل شوي او هغه غير مهارتي کارونه مونږ ته پرېښودل شوي، هیله ده په دې اړه له دې شرکت سره خبرې وکړئ او بیرته کوښښ وکړئ چې د مخابراتو اصلي چارې بیرته افغانانو ته په لاس کې ورکړل شي څو افغانان وکولای شې له لارې خپل وطن او ولس ته په خپل مټ کار وکاندي.
يادونه : دا کار یوه بله ستونزه هم زېږولی شي هغه دا چې د هندوستان حکومت (استخباراتي کړۍ) کولای شي ددې شبکې له لارې د افغانانو غږونه و څاري لکه څنګه چې امريکې د اروپايي او نورو هیوادونو د ولسونه خبرې ثبت کړې وې… زمونږ د وطن د ملي امنيت لپاره ډېر جدي ګواښ بلل کېږي.

درېيم: دا چې دا ليک په ځانګړې ډول د اِم ټي اِن (MTN) کمپنۍ د کارکوونکو لخوا تاسو ته ليکل شوی دی، غواړي د خپلي کمپنۍ له اړخه ستاسو سره موضوع شريکه کړي. څنګه چې تاسو خبر یاست هره مؤسسه، فابريکه، سازمان او … کله چې کارکوونکي استخداموي نو خامخا ورته د زده کړو لپاره خاصه کلنۍ بوديجه د خپل عاید څخه ورته را جلا کوي. دا چې اِم ټي اِن يوه نړيواله او بډایه مخابراتي کمپنۍ ده، تر دې مهاله یې خپلو کار کوونکو ته هیڅ نوع زده کړو ډګر نه دی پرانيستی. که یې دا کار کړی هم وي د نشت سره برابر دی، هیله ده په دې اړه د مخابراتو وزارت کوټلي ګامونه واخلي او د اِم ټي اِین له شرکت څخه پوښتني وکړي چې خپلو کارکوونکو ته یې تر دې مهاله د دوی د ظرفيت لوړولو لپاره کوم کارونه کړي دي؟ کله چې مونږ له دوی څخه په دې اړه پوښتنه کوو، دوی راته وايي چې ستاسو په وطن کې قانون نشته او څوک له مونږ څخه پوښتنه نه شي کولای…. يا د دوی افغاني مشران ډېری وخت مونږ ته په خطاب کې وايي چې ستاسو دولت (وزارت) رشوت خوره دی او هر کله چې کمپنۍ له ستونزو سره مخامخ کېږې ډالر ورته ښييو.؟؟؟؟

څلورم: دا مهال اِم ټي اِن کمپنۍ خپلي تخنيکي چارې فرعي قرارداد کوونکو ته ورکړي دي چې دوی هيڅ ډول معيار په نظر کې نه سي، کارکوونکو سره دا ډول برخورد کوي ته وایې د جنګ په ډګر کې نيول شوي غلامان وي؛ افغانان تر ډېره مجبوره وي چې په داسي محيط کې کار وکړي چې تل تر فشار لاندې وي، ځکه وېره لرې که فشارونه ته غاړه کېنږدې نو کار به له لاسه ورکړي او بیا به مياشتي میاشتي په کار پسې لالهانده او سرګردان وي.
د مخابراتو او کارموندنې له وزارتونو څخه په ډېر جديت غواړو چې دا موضوع له ټولو کمپنیو سره شريکه کړې او پرېنږدې چې افغان کارکوونکي دې د دوی تر فشار لاندې وي او دوی و دې ته وهڅوي چې د انسان په ډول د افغان کارکوونکو سره برخورد وکړي.

پنځم : هره کمپنۍ خپل کارکوونکو ته ځانګړي امتيازات په نظر کې نيسي. روغتيايي امتيازات، د ښه کار کولو په بدل کې امتيازات او …خو په ډېر تأسف سره باید ووایو چې دا ډول امتيازات (غير له مياشتني معاش څخه) نور هیڅ په دې شرکتونو (MTN او د هغې قرار دادي شرکتونو) کې نشته، هيله ده په دې اړه له مونږ سره مرسته وکړئ.
شپږم : د MTN سره کوم قراردادي شرکتونه چې کار کوي ځينې یې جوازونه لري او ځينې نه لري، د بېلګې په توګه د اِم ټي اِن له يوه قرار دادي سره یو بل شرکت کار کوي چې مرکزي دفتر يې په سعودي عربستان کې دی او د دې یاد شرکت مالي برخه له هغه ځایه سنمبالوي که دوی جواز نه لري باید قانوني برخورد ورسره وشي د دې شرکت نوم RYGON او مخکينۍ نوم یې RIZE دي.
داسي ډېرې نورې چارې دي چې باید زمونږ دولت ورته خاصه پاملرنه وکړې څو افغانان خپل هيواد په خپل لاسونه ورغوي او خپل هيواد کې هوسايۍ او خوشالۍ کار وکړي!!!

يادونه : ورته ستونزې کېدای شي په ګڼو نورو بهرنیو کمپنیو کې هم وي باید افغان کارکوونکي نور د غلامۍ پړۍ ایسته کړي او خپل وطن په اوچت سر د کار کولو حق ولري او پرېنږدې چې بهرنيان د د وی په خپل وطن کې ورباندې هر ډول لوبې چې د دوی زړه وې وکړي.
د داسي وخت په هیله چې د افغانستان د افغانانو په مديریت سمبال وي​
ومن الله التوفيق
د اِم ټي اِن شبکې د قرار دادي شرکتونو (ایرکسن Ericsson/پاورټيکPowerTech او سایټیکSiteg ) کارکوونکي