وسله والو طالبانو خبر ورکړى چي په ننګرهار کي ئې يوه چورلکه ويشتلې او را اچولې ده .
طالبانو دا خبر په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي ورکړى دئ .
د خبر سرچينه ليکي، چي لومړي د دې ولايت په شېرزادو اولسوالۍ کي جنګ رامنځ ته سو چي وروسته دې جنګ ته يو هليکوپتر چي اووه کسان پکښي سپاره ول راغى چي د دوى د جنګاليو له لوري په نخښه او را واچول سو.
وسله وال ليکي چي هليکوپتر تر ويشتلو وروسته سمدستي اور واخستى او پکښي ناست ټول کسان د اور خوراک سول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله بهرنيانو او افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.