کور / تازه خبرونه / لغمان: د دولت او طالبانو تر منځ نښته کي ۲طالبان مړه ۲پولیس زخميان دي

لغمان: د دولت او طالبانو تر منځ نښته کي ۲طالبان مړه ۲پولیس زخميان دي

په لغمان کې د افغان سیمه ییزو پولیسو او وسلوالو مخالفینو تر منځ په یوې وسلواله نښته کې د مخالفینو ۲ تنه قوماندانان وژل شوي.

د لغمان امنيتي چارواكي وايي نن سهار وختي ۲ بجې د مخالفو وسلوالو یوې ډلې د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د شمټیو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د پولیسو د ځوابیه برید په پایله کې د مخالفینو ۲ تنه قوماندانان حمیدالله او رضاالله چې یو یې د الیشنګ ولسوالۍ د ګوناپال او بل یې د ماسمود استوګن دي وژل شوي چې د دواړو جسدونه دا مهال د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې دي او وروسته به د یادو سیمو قومي مشرانو ته وسپارل شي.

د چارواكو په وينا په دغه نښته کې څلور تنه سیمه ییز پولیس هم برسیرن ټپي شوي چې تر درملنې وروسته بیرته خپلو دندو ته ګرځیدلي دي.