“ملا ظريف اخوند كاكړ فاونډېشن كوټي” په نوم ادارې د پښتو ژبې د وتلي او منلي شاعر، ليكوال او څېړونكي عبدالكريم بريالي دوه نور كتابونه چاپ كړي دي، دغه كتابونه چې دواړه تحقيقي بڼه لري (پښتو نظم او د امين الله داودزي ازاد نظمونه) او د (د رسم الخط يوه مقاله او د اشرف غمګين فن او شخصيت) نومېږي.
(پښتو نظم او د امين الله داودزي ازاد نظمونه) كتاب لكه څنګه چې له نامه څخه څرګندېږي، ليكوال د امين الله داودزي د نظمونو تر څنګ پښتو ازاد نظم، د هغه په ډولونو، جوړښت او جديدوالي ږغېدلى دى او د پښتو ښو نظم ګو شاعرانو د نومونو يادونه يې هم كړې ده.
د دغه كتاب په اړه په خپله بريالى وايي: “د ښاغلي امين داودزي ازاد نظم لكه چې دومره اثر درلود چې دې ليكنې ته اړ شوم، د پښتو نظم د هغه لوړو شاعرانو د تعارف سره ستاسې په مخ پروت دى، ډېر ښه او د ياد وړ شاعران او نظمونه به پاته شوي وي، خو دا تحقيقي كار په نظر كې نه وو نيول شوى”.
كه ښاغلي بريالي دا كار نيمګړى ښيي او وايي: ډېر ښه او د ياد وړ شاعران او نظمونه به پاته شوي وي، خو شاعر او د ډېرى كتابونو ليكوال سيدصابرشاه صابر يې دا كار ډېر لوى بولي او ستايې يي، پر دغه كتاب په ليكلې سريزه كې صابر كاږي: “د بريالي صېب د دې كتاب د اند او انداز په حقله به زه صرف دومره ووايم چې: “اند” خو يې د ډېر داد لايق دى، ځكه چې هر نوى “فكر” د زړه د مينې د بوزغلي نه ټوقېږي، خو انداز يې لږ ګران او لږ سخت دى، مطلب د تخليقي سوچ په اسمان يې د تحقيقي احساس وريځې زياتې خورې دي”.
صابر شاه صابر وړاندې ليكي: “د قدرمن بريالي صېب هر كار نوى، تازه، پوخ او د جدت نه ډك وي، د هغه هره څېړنه او پلټنه د وخت د غوښتنې او ضرورت مطابق وي او د هغه هر ګام او هر قدم د پښتو د ژوند، اميد، سنګار، ښايست او بقا لپاره وي، ځكه چې څومره وخت تېرېږي د پښتنو د نوي نسل محقيقين د هغه پر لاره ځي، د هغه پېروي كوي او د هغه حوالې د خپلو څېړنو د لارو مشالونه ګرځوي”.
(د رسم الخط يوه مقاله او د اشرف غمګين فن او شخصيت) په نوم د ښاغلي بريالي په زيار د راټولو شويو مقالو يو بل كتاب دى چې يادې ټولنې له پورتني كتاب سره يو ځاى چاپ كړى دى، په دغه كتاب كې سرترپايه اووه مقالې او يو ليك چاپ شوې دي، (مننه) د اشرف غمګين، (د اشرف غمګين په فن او شخصيت باندې يو زغلنده نظر او د هغوى د مقالې لب لباب) د عبدالكريم بريالي، (د پښتو ليك دود ارتقايي عمل) د اشرف غمګين، (له ښاغلي اشرف غمګين سره يوه شپه) د حافظ رحمت نيازي، (اشرف ماما اوس په غمګين بابا بدل شوى دى) د ممتاز حسن دولتزي، (محمداشرف غمګين د پښتو ادب شهسوار) د محتاج علي سراج، (اشرف غمګين او د هغه شاعري) د پروفيسر قاضي حنيف الله حنيف (ګران او عزتمن عبدالكريم بريالى صاحب!) تر سرليك لاندې د شفيع بېنوا يو ليك هم چاپ شوى دى، په دغه كتاب كې ټولې مقالې مددلې او مقاله نګارانو په خپلو ليكنو كې له عجب اخلاص، پراخ دلي او صداقت څخه كار اخيستى دى، چې زيات مالومات په كې راټول شوي او په بيا بيا لوستلو ارزي.
شاعران، ليكوالان او د قلم خاوندان د عبدالكريم بريالي دغه دوه كتابونه د پښتو ادب له پاره ګټور بولي او وايي:كه څه هم تر اوسه پوري په دغه موضوع باندې هيڅ كار نه دى شوى نو دا يو په زړه پوري عمل دى
د يادو ولو وړ ده چې ليكوال، شاعر او محقيق عبدالكريم بريالى هغه ليكوال دى چې تر دې وړاندې يې هم تر نيم درزن پوري كتابونه پښتو ژبې او ادب ته ډالۍ كړي دي، چې په بېلابېلو مضوعاتو باندې ليكل شوي دي، ليكوال حمدالله جان بسمل پر (پښتو نظم او د امين الله داودزي ازاد نظمونه) كتاب په ليكلې سريزه كې كاږي: “د بريالي ږيره سپينه شوه، خو منع ترېنه نه شو، داسي طوفاني افلاطوني عاشق او روحاني لوفر (Spirlzay Loafer) خو ما خدا كه د نجوم په سييارو كښې هم چرته لوستى وو، لكه دا چې دى، هلكه! بس دى څه ترې غواړې، د هر يو كار يو وخت وي، خو ده قسم خوړلى دى چې نه يې پرېدي”.
ډېرى ليكوالان په دې باور دي چې هغه وخت به پښتو كتاب لوستونكي پيدا كړي چې د ژوند په هر ډګر كې په خپله ژبه كتاب ولري، د بېلګې په توګه، د روغتيا، اقتصاد، ساينس، قانون پوهنې، زراعت، سياست او داسي نور هغه برخې دي چې په سلو كې نهه نوي يې ټپې ولاړې دي، خو ښاغلى بريالى هغه ليكوال دى چې د څېړنې په برخه كې يې خپل ټول وس كړى دى، ډېرى كتابونه يې ليكلي او چاپ كړي او لاهم په كرار نه دى ناست او دغه كار ته يې دوام وركړى دى.