کور / تازه خبرونه / کامدیش کښي ددولت او وسله والو طالبانو نښته وسوه

کامدیش کښي ددولت او وسله والو طالبانو نښته وسوه

د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په میردیش پتیګل او بازګل کلیو کښي د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونه ترمنځ درنه نښته وسوه.
د نورستان امینه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانۍ وايي چي نن سهار شاوخوا ۲ بجي په میردیش کلي کښي د طالبانو مرکز د ملي او محلي پولیسو له لوري تر برید لاندي ونیول شو دده وینا چي د برید په ترڅ کښي له طالبانو سره ۵ اثیر شوي دولت پلوه هم خوشي شوي دي باقي وايي چي په سیمه کښي له سهاره تر غرمي درنه جګړه روانه وه چي دواړو لورو ته دروند تلفات لري دده په خبره چي په نښته کښي تر اوسه د دوي دوه پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل دي همدارنګه قومندان طالبانو ته هم د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا کوي تر اوسه طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي
همدارنګه د نورستان والي تمیم نورستاني هم د کامدیش پیښه تاید کړه او زیاته کړه چي د کامدیش له زیاتو سیمو طالبان ویستل شوي دي
او په سیمه کښي دوه طرفه ډزي رواني دي
ددي پیښي نور جزیات به ورورسته پر لیکه شي