کور / تازه خبرونه / د اولسمشر پراخ اولسي ملاتړ او زیاتېدونکي فشارونه

د اولسمشر پراخ اولسي ملاتړ او زیاتېدونکي فشارونه

کابل چاپ نږدې ټولو ورځپاڼو د مشورتي لویې جرګې د پریکړې او دې جرګې ته د ولسمشر کرزي د ویناو په هکله لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

شرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټوکو سره د ولسمشر کرزي له خولې لیکلي؛ سوله د امنیتي تړون لپاره اصلي او اساسي شرط دی او سوله لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده.

همدې ورځپاڼې “د ولسمشر پراخ ولسي ملاتړ او زیاتېدونکي فشارونه” تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې راغلي ولسمشر کرزی اوس د افغانستان د خلکو غږ دی؛ د افغانستان خلک یې د دورستي دریځ کلک ملاتړ کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، لویې مشورتي جرګې ته د ولسمشر کرزي د لومړۍ او وروستۍ ورځې ویناوې، په دغو ورځو کې د ولسمشر فزیکي حالت او د ولسمشر دریځ ښيي چې، هغه د افغانستان د ګټو د ساتلو لپاره له څومره سخت حالت سره مخ دی.

ملي:

ملي باور ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ له شته ستونزو سره سره هم په افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ پوځي حضور دایمي کېدل له رواني پلوه دګڼو افغانانو روحیه پیاوړې کولاشي.

د لیکوال په اند د اندېښنې لا په ځای پاتې دي او زیاتره افغانان بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي وضعیت د ناوړه کېدو په سوچ کې دي؛ چې دغه ډول وضعیت د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ پرټاکنو هم منفي اغېز کولای شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ مشورتي لویه جرګه د لاسوهنو ښکار شوه.

یاده ورځپاڼه د جرګې د ځینې ګډونوالو څخه په نقل لیکي؛ هغه څه چې په کمېټو کې ومنل شول په پرېکړه لیک کې د هغو پرخلاف مواد راغلل.

وړاندې په مطلب کې راغلي له لومړۍ ورځې وروسته د شپې ناستې ولاړې پیل شوې چې؛ په پټو سترګو له بدلون او تعدیل پرته ناقصه مسوده تصویب شي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ولسمشر له خولې لیکلي؛ تړون د سولې په شرط لاسلیک کوم، خو سوله په یوه میاشت کې نه راځي.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي د تړون انجام داعتماد په داسې ژور بحران کې مثبت نشي اټکل کېدای، مشورتي لویې جرګې په غوڅ اکثریت له امریکا سره امنیتي تړون تایید کړ، خو کرزی وايي، د جرګې پرېکړې ته په احترام مګر چانه وهلو ته به دوام ورکړي.

ورځپاڼه د شنونکو خبرې راخیستې؛ چې وايي، د خلکو احساسات او د تړون له بېړني لاسلیک څخه بې دریغه ملاتړ ښايي ولسمشر کرزی په سیاست کې محتاطانه او تدریجي معاملې ته پرېنږدي.

د محور په سرمقاله کې راغلي، په کار دا ده، چې اساسي تضمین ترلاسه شي او اړ کړل شي، چې د افغانستان ټولې غوښتنې په پام کې ونیسي؛ نه داسې چې د دې تړون هره کرښه د امریکا په ګټه خو دافغانستان په زیان وي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ له امریکا سره امنیتي تړون باید له ځنډ پرته لاسلیک شي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ښايي دغه تړون په ملي شورا کې هم تصویب او ژر لاسلکېدو ته چمتو شي.

د لیکوال په باور، څه شي چې ډېر اهمیت لري، هغه تړون ته ژمنتیا ده، چې باید یولوری هم ترې سرغړونه ونه کړي.

ملي ارمان:

په پای کې د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که چېرې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون ژر لاسلیک نه شي ناوړه عواقب به ولري.