دملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايې،په تيرو۲۴ ساعتونوکي يې دکندهار په پنجوايې او ژړي ولسواليوکي ۲ تنه ددولت وسلوال مخالفين وژلي اوځيني چاوېدونکي توکي يي هم لاسته ورغلي.
دپوځ ديادي قومندانۍ څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې، چي په دغوعملياتوکي دملي اردوځواکونوته مرګ ژوبله نده اوښتي.
وسلوالو طالبانو تراوسه ددې عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.