د پکتيا ولايت په ګرده څيړی اوښواک ولسواليو کې د شلو وسله وال طالبانو د وژلو ادعا وشوه .
په خوست ولايت کې د ايتلاف قواو مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي چې د پکيتا ولايت په ښواک او ګرده څيړی ولسواليو کې يې شل طالبان وژلي او څلور نور ټپيان کړيدي .
ددغه خبرې څانګې مسؤل زياته کړي ايتلاف ځواکونو پدغه سيمه کې د اويا په شاوخوا کې د طالبانو د راټوليدنې خبر تر لاسه کړ او په ياده سيمه يې هوايي او ځمکني علميات پيل کړل چې په پايله کې شل وسله وال طالبان ووژل شول .
نوموړی وايي چې په بريد کې د طالبانو دري مهم قوماندانان هم شامل دي .
بل خوا د طالبانو يو ځای قوماندان پيښه مني او وايي چې په بريد کې څلور طالبان وژل شوي او نور چاته زيان ندی رسيدلی .