پېښور:تورخم کې پېښور ته تلوونکي مساپر وايي چې؛ افغان سرحدي پولیسو د شنبې د ورځې د سهار وختي راهیسې د تورخم دروازه د مساپرو پر مخ تړلې ده.دوی وايي په سلګونو مساپر د دروازې ترشاه ولاړ دي چې؛ په دې کې ډيره برخه ناروغان دي.بل خوا د سرحدي پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ويلي چې؛ د پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې نن مظاهرې کیدونکي دي او په همدې خاطر، چې هلته افغانانو ته کوم ضرر ونه رسیږي دوی دا لاره بنده کړې ده له بله پلوه د خيبر ايجنسۍ پوليټکل چارواکي هم وايي چې په پېښور کې د تحريک انصاف په مشرۍ د مظاهرې له امله افغانستان ته تلونکې د تورخم لويه لار د ناټو لپاره د سامان وړونکو لاریو په ګډون د هر ډول تګ راتګ په وړاندې بنده کړېده. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار معراج وویل چې نن سهار شاوخوا لس بجې ایف سي ځواکونو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله چې له امله يې دواړو خواوو ته په سلګونه خلک او لارۍ ولاړ دي.