تېره شپه نا پیژنده وسله والو کسانو د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې یو قومي مشر ملک حسن پخپل کور کې په ډزو سره ټپي کړ.
د معلوماتو له مخې ملک حسن چې په سیمه کې له مخورو کسانو څخه وو،تېره شپه یوولس بجې په کور یې د نامعلومو وسله والو کسانو له لورې برید شوی،چې نوموړي مقاومت وکړ،چې په ترڅ کې یاد قومي مشر ټپي شو.
ملک حسن چې د خپلې کورنۍ له لورې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوی دی،کومه دولتي دنده یې نه درلوده.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه ځه نه دي ويلي.