بوه ۷۵ کلنه هالنډۍ ښځه لس کاله مخکي پخپل کور کي مړه سوې وه خو پوليس او ګاونډيان يې پرون خبر سول.
د هالنډ د روتردام يوه ٧٥ كلنه اوسيدونکې لس کاله مخکي په خپل کور کي مړه سوې وه خو تر اوسه یې هيڅ څوک له حاله نه وه خبر.
ددغي پنځه اوياکلني ښځي مړی هغه وخت وموندل سو چي د کور مخته یې د ګازو پایپ د ترميم کار راورسېد او کارګرو یې څو ورځي د کور زنګونه ور ووهل خو جواب یې ترلاسه نکړ.
دوی پولیسو ته خبر ورکړ چي د کور اوسيدونکي د ګاز پایپونو د ترمیم د پاره خبر کړي خو پولیسو وليدل چي د دروازې شاته د کلونو کلونو پوستي پاکټونه پراته دي.
پولیس وايي چي وروسته یې په کور کي ولیدل چي اوسېدونکې يې لس کاله پخوا په طبعي مرګ مړه سوې ده.
ددې ګاونډیان وايي چي ددغي ښځي د مړیني هيڅ نښي نښانې یې نه دي احساس کړي دوی وايي چي ددې په اړه به ويل کېدل چي زياتره وخت د دوستانو کره اوسيږي.
ددې په اړه ويل کېږي چي د اوبو ،برېښنا او ټيلفون غوندي ټول بیلونه یې اتومات له بانکي اکونټه پرې کېدل ، دغه علت و چي د کورونو تنظيوونکې اداره يا خصوصي شرکتونه یې هم هيڅکله کورته د ورتګ اړتيا نه لرله.
هالنډي کارپوهان ددغي پېښي په رامنځته کېدو په دولت کي پر اجتماعي او کلتوري ادارو ږغ کړی دی چي ددغسي واقعاتو د مخنیوي د پاره پر خپلو تګلارو غور وکړي او یوازي اوسيدونکو خلکو ته داسي اسانتیوي رامنځته کړي چي په عملي کېدو یې ټولنيزي اړيکي پراخي او پياوړي سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه