اسلام اباد:د پاکستان چین او روسیې دمقاماتو درې اړخیزه غونډه د افغانستان د بدلونونو د جاج او په دغه هیواد کې د سولې له بهیره د ملاتړ په هدف په اسلام اباد کې تر سره شوه .د پاکستان چین او روسیې لوړ رتبه دپلوماتانو په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو له بهیره ملاتړ وکړ .د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کې وویل ددریو هیوادونو دپلوماتانو په افغانستان کې د حالاتو دخرابیدو د جاج په ترڅ کې په دوه زره څوارلسم کال کې دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دافغانستان د حالاتو جاج په دغه هیواد کې دسولې د ټینګولو لپاره مهم وباله .د پاکستان د خارجه وزارت د افغانستان د برخې مرستیال سهیل محمود، د افغانستان په چارو کې د ر وسیې د ولسمشر خاص استازی زمیر کابولوف او د چین د خارجه وزارت د عمومي منشی مرستیال هوانک شي لیان دد غه درې اړخیزې غونډې مشري په غاړه لري.د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیې کې راغلې چې دپلوماتانو په دغه غونډه کې دسولې امنیت او پراختیا تر مینځ په کلیدي تړون په ټینګار سره زیاته کړه : د نړیوالې ټولنې د غړیو تر مینځ نزدې او دقیق تعامل په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره ډیر ضروري دی. د دغه غونډې لومړۍ ناسته د دوه زره دیارلسم کال په اپریل کې په بینجنګ کې شوې وه او ټاکل شوې راتلونکې ناسته یې د دوه زره څوارلسم کال په لومړۍ نیمایۍ کې د روسیې په کوربه توب په مسکو کې ترسره شي.