کور / تازه خبرونه / د سولې افغان شورا له ملا برادر سره وليدل

د سولې افغان شورا له ملا برادر سره وليدل

اسلام اباد :دبي بي سي د خبر له مخې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي په پاکستان کې خپل سفر د لومړي وزير نواز شريف په ليدو پاى ته ورساوه ې رپوټونه وايي چې پلاوي د طالبانو له مخکيني مرستيال مشر ملا برادر سره هم ليدلي دي.د دغې ليدنې نور جزييات نه دې په ډاگه شوي.وړاندې افغان چارواکو ویلي وو د شورا پلاوى به له ملا عبدالغني برادر سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.د شورا د ریس صلاح الدین رباني په مشرۍ څلور کسیز پلاوى د پنجشبې په ورځ( د نومبر ٢١) له لومړي وزير نواز شریف سره ولیدل.په اسلام اباد کې د لومړي وزیر دفتر وویل چې ښاغلي شريف یو وارې بیا افغانستان کې د افغانانوپه مشرۍ او د ټولو غاړو په ګډون د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړ.د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صلاح الدین رباني د سولې او ثبات په راوستو کې د ښاغلي شریف مننه وکړه.په غونډه کې یوه ګډون کوونکي وویل چې نواز شریف پلاوي ته وویل ډیر ژر به کابل ته سفر وکړي چې ولسمشر کرزي ورته د لندن په درې اړخیزه غونډه کې بلنه ورکړې وه.په غونډه کې یوه ګډون کوونکي وویل چې نواز شریف پلاوي ته وویل ډیر ژر به کابل ته سفر وکړي چې ولسمشر کرزي ورته د لندن په درې اړخیزه غونډه کې بلنه ورکړې وه.”په غونډه کې د سولې د شورا غړي اسدالله وفا، د سولې دعالي شورا د دارالانشا مشرمعصوم ستانکزي ، د کورنيو چارو وزیر چوهدرې نثار علي خان، د بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او کابل کې د پاکستان سفیرمحمد صادق ګډون وکړ.