کور / تازه خبرونه / د تورخم دروازې کې چاودنه شوې

د تورخم دروازې کې چاودنه شوې

پېښور: د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي د تورخم د دروازې د پاکستان د گمرک په ودانۍ کې چاودنه شوې چې له امله يې ۲۴ کسان ټپيان شوي دي.ټپيانو کې د گمرک د ادارې کارکونکي هم شامل دي. دچارواکو پرخبره چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د گمرک په ودانۍ کې افغان سو داگرو او د ناټو موټرو اسناد کتل کيدل له پیښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې واخیسته ،د تورخم دروازه یې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله.د لنډي کوتل روغتون چارواکي څرگندوي چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی چې د پېښور روغتون ته یې استولي دي.د لنډي کوتل پولیټیکل مرستيال طیب عبدا لله ويلي دي دا یو ځانمرګی برید وو چې یو کمعمره تن تر سره کړی دی او خوا وشا شپاړلس کلن معلومېده، اود برید ګر د بدن غړي یې په خپله ولکه کې اخیستې ده، او د پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.