کور / تازه خبرونه / عبدالقديم پتيال:لويي جرګې ته امنيتي تدابير نيول سويدي

عبدالقديم پتيال:لويي جرګې ته امنيتي تدابير نيول سويدي

د کندهار ولايت په اوونيزه امنيتي غونډه کي نن د يو شمېر امنيتي مسايلو تر څنګ د لويي جرګې د جوړېدو پر مهال پر امنيتي پلان هم بحث وسو.

د امنيت شورا رئيس او د ولايت مقام مرستيال والي عبدالقديم پتيال په نننۍ غونډه کي وويل چي وسلوال مخالفين هڅه کوي تر څو د هغي لويې جرګې چي جوړېدل، پرېکړي او ارزښت به يې په بشپړ ډول د افغانستان د ملي منافعو، ملي ستراتيژۍ او پر ملي اساساتو ولاړ وي او د يادې جرګې ټول غړي به ولسمشر ته د يادو ارزښتونو په پام کي نيولو سره مشورې ورکوي.

پتيال زياتوي چي وسلوال مخالفين په هيڅ توګه ددې زغم نه لري چي يوه داسې مهمه جرګه دي تر سره سي، دده په خبره نو ځکه خو وسلوال مخالفين په خپل ټول توان او طاقت غواړي د يادې جرګې د جوړېدو پر مهال د مرکز او ولايتونو په کچه امنيت ګډوډ کړي، خو زياتوي چي ټول امنيتي ځواکونه به د وسلوالو مخالفينو د کرغيړنو فعاليتونو د شنډولو لپاره د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار ولايت کي هم کلک امنيتي تدابير ونيسي.

که څه هم طالبانو په ښکاره د بريدونو خبردارئ نه دی ورکړی خو سبانۍ لويه جرګه یې يو اړخيزه او د اسلامي اساساتو خلاف بللې ده، د طالبانو په ويناپه دغه جرګه کي دولت او امريکاپلوه کسان برخه اخلي او يوشمېر نور ګډونوال یې هغه انتصابي غړي دي چي د جرګې د موضوع د حساسيت په ارزښت په پوره معنا نه پوهيږي.