کور / سياسي / دامنيتي تړون هره ماده دپام وړ ده!!

دامنيتي تړون هره ماده دپام وړ ده!!

له دېرشو کلونو زيات وخت کيږي، چې ګاونډيو هېوادونو موږ پرې نه ښودلو، چې افغانستان دې نور يو پرمختللى او د تمدن په لومړيو کرښو کې ولاړ هېواد وي، هر وخت يې زموږ د هېواد په ورانولو کې خپلې ګټې خوندي ساتلې دي، خو زموږ په هېواد کې يې مړ اور بيرته بل کړى دى.

ددې لپاره چې نور مو هېواد د هر ډول ناخوالو ،بدبختيو او دپريدو له لاس وهنو ژغورل شوى وي،نو د مشورتي لويې جرګې غړو ته په کار ده د امنيتي تړون پر هره ماده جر او بحث وکړي او بايد هر اړخ يې وڅيړل شي،تر څو ديوې ساليمې مفکورې په ورکړې سره زموږ دولتي چارواکي دغه تړون له امريکا متحده ايالاتو سره لاسليک کړي.

د امريکا سره پخوا هم د افغان ولسمشر حامد کرزي او نور لوړ رتبه چارواکو لخوا څو ځله د امنيتي تړون په سر خبرې اترې شوې دي، خو دوى په دې برخه کې داسې موافقې ته نه دي رسيدلي، چې ستراتيژيک تړون سره لاسليک کړي.

دغه موضوع يې دا دي د هېواد مخورو قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ته غاړې ته ور واچوله او ددې لپاره به دراتلونکي پنجشنبې په ورځ لويه مشورتي جرګه په کابل کې راوغوښتل شي، په دغه جرگه کې به له ټولو ولايتونو څخه د افغاني ټولنې بېلابېل قشرونه گډون کوي چې د ۱۶ څخه تر ۱۷ کتگوریو خلک به په کې شتون ولري، او په دغه مشورتي لويه جرګه کې به د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون، هره ماده د لویې جرگې د غړو پر وړاندې ولوستل شي، تر څو د جرګې ټول غړي په دې پوه شي، چې په کومه ماده کې زموږ دهېواد ګټې خوندي کيدلى شي او کومه ماده زموږ ګټې زيانمنوي.

دغه ٣٠٠٠ کسان، چې په لويه مشورتي جرګه کې ګډون کوي د هېواد د ټولو ولسونو نمايده ګي کوي، نو بايد د جرګې مهمو غړو ته داسې مشورې ورکړي چې د دغه تړون په لاسليک کې زموږ لپاره ګټې نغښتي وي او له هغه څه چې اوس مهال زوريږو بايد دتړون په لاسليک کولو سره له منځه يوړل شي، ځکه د هېواد ولسمشر د دغه تړون وروستۍ پريکړه د ولس په واک کې ورکړې ده نو بايد قومي محور مشران ، او په جرګه کې ټول ګډون کوونکي بايد دغه تکى ته ځير شي چې د دغه تړون لاسليک کول هغه که په سم ډول وي د ولس په ګټه دي او که چيرې دوى په دې برخه کې بې غوري وکړي نو بيا به همدا مشران او ولسي خلک زوريږي .

دامريکامتحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د تړون لاسليک کول نه يوازې، د افغانستان په ګټه دى، بلکې په دې هېواد کې د امنيتي تړون لاسليک او د امريکا حضور په خپله د امريکا په ګټه هم دي،ځکه نړيوال هم په دې هېواد کې خپلې ګټې ويني او ساتي يې، خو دوى بايد نه يوازې خپلې ګتې خوندي کړي، بلکې د خپلو ګټو سره سره په څنګ کې د ددې هېواد ګټو ته هم پام وساتي او لومړي توب ورکړي، او ددې هېواد هرې برخې ته بايد زياته پاملرنه وکړي، تر څو په دې هېواد کې اقتصاد پياوړي او پراخ شي، نه داسې چې يوازې خپل پوځي حضور دايم کړي او افغانستان ته شا کړي.