کور / تازه خبرونه / پاکستان: ۱۲کلونو کې ۱۸۳۳پوليس وژل شوي دي

پاکستان: ۱۲کلونو کې ۱۸۳۳پوليس وژل شوي دي

اسلام اباد : دبي بي سي د خبر له مخې په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې د امريکا له لوري د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته په پاکستان کې د عامو خلکو ترڅنګ لږترلږه ۱۸۳۳پوليس افسران هم وژل شوي دي.په دغو بريدونو کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه تر نورو زيات اغيزمن شوي دي. له ۱۹۷۰کال تر ۲۰۰۱کاله پورې په ۳۱کلونو کې شاوخوا ۵۸۶کسان ټپيان شوي او يا هم معيوب شوي دي.په داسې حال کې چې په تېرو نژدې ۱۲کلونو کې ياني له ۲۰۰۱کال راپديخوا د ۲۰۱۳کال د نومبر تر مياشتې ۲۱۳۷پوليس ټپيان شوي دي.سږکال تر اوسه ټولټال ۱۰۷پوليس وژل شوي دي.
پښتونخوا
له ۱۹۷۰کال نه تر ۲۰۰۱کال پورې ياني په ۳۱کلونو کې په خيبر پښتونخوا کې ۲۷۰پوليس د تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوي دي.په داسې حال کې چې د ۲۰۰۱او ۲۰۱۲د نومبر تر مياشاتې ياني په نژدې ۱۲کلونو کې د وژل شويو پوليسو شمېر ۱۰۳۰تنه ښوول شوی دی.له ۲۰۰۷کال نه تر ۲۰۱۱پورې د پوليسو مرګ ژوبله خورا لوړې کچې ته ورسېده او په دغه موده کې ۷۳۲کسه ووژل شول.دا هغه وخت و، چې په پاکستان په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا کې هدفي وژنو زور اخيستی و.پر پوليسو تر ټولو ډېر بريدونه په مرکز پېښور کې، بنو او سوات ولسواليو کې شوې دي.په خيبر پښتونخوا کې کې وسله والو ډيری لوړپوړي پوليس په نښه کړې دي.
بلوچستان
په بلوچستان ايالت کې چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی له ۱۹۸۰کال راهيسې ټولټال ۵۱۸پوليس وژل شوي دي.
بلوچستان چې د مساحت له اړخه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت هم دی د ۱۹۸۰نه تر ۲۰۰۲کال پورې په کې ۸۷پوليس افسران وژل شوي دي.په داسې حال کې چې له ۲۰۰۳کال نه تر ۲۰۱۳کاله ياني لسو کلونو کې په کې ۴۴۸پوليس وژل شوي دي.
پنجاب
پنجاب چې د نفوسو له اړخه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت ياديږي له ۲۰۰۲کال نه تر اوسه په کې ۶۱۸پوليس وژل شوي دي.د پاکستان د نورو ايالتونو پر تله دغلته امنيتي وضعيت ښه ښوول شوی دی.
سندهـ
په سند ايالت کې د پوليسو د شمېرو له مخې په ۲۰۱۰کال کې ټولټال ۶۷، په ۲۰۱۱کال کې ۳۹په ۲۰۱۲کال کې ۱۵۶او په ۲۰۱۳کال تر اوسه ۲۵پوليس وژل شوي دي.په دغه ايالت کې په تېرو څلورو کلونو کې ټولټال ۲۸۷پوليس وژل شوي دي.