کور / سياسي / د جمهوري ریاست انتخابات او احتمالات

د جمهوري ریاست انتخابات او احتمالات

د ۲۰۱۴ کال خپسکه د افغانانو له اوږو پورته سوې ده، خو اوس بیا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اندېښمن دي.
ولسمشر حامد کرزی له یوې خوا وايي انتخابات به هرو مرو له اساسي قانون سره سم کېږي او واک به په سوله ایزه توګه منتخب ولسمشر ته انتقالوي، خو بلي خواته یې پلویان په غیر مستقیم ډول هڅه کوي، چي د راتلونکو انتخاباتو په هکله د افغان ولس ذهنیت مغشوش او په نتیجه کي د ولسمشر کرزي پر واک پاتېدل یقیني کړي.
ښاغلي کرزي ظاهراً منلې چي قدرت به پرېږدي، خو داسي معلومېږي چي د پردې تر شا یې د ځان په ګټه یوه بله لوبه هم روانه کړې او د دې لوبي د ګټلو دپاره یې مخکي له مخکي لا د ځینو احتمالي پلانونو اټکل په لاندي توګه کېدای سي:

لويه جرګه د ځان په ګټه استعمالول:
له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر جرګه چي د نومبر پر ۱۶ – مه جوړېده د دې میاشتي ۲۱- مي ته ځنډول سوې ده. په ښکاره خو جرګه له امریکا سره د تړون په باره کي فیصله کوي، خو له ډېرو سره شک دئ، چي ښایي ولسمشر کرزی د راتلونکو انتخاباتو موضوع هم د جرګه والو په خوله راپورته او د ځان په ګټه یوه له دغو لاندي پرېکړو څخه په وکړي:

الف: د انتخاباتو ځنډول: د ولس له ډېرو پرګنو سره اندېښنه ده چي جرګه به پر امنیتي تړون سربېره د انتخاباتو په باب هم یوه پرېکړه وکړي. ښايي د جرګې غړي د حکومت په اشاره انتخابات وځنډوي او د ښاغلي کرزي د حکومت د دوام فیصله وکړي.
له تیرو څو میاشتو راهیسي د کندهار په شمول په ځینو ولایتونو کي د ځوان حرکت په نوم یوې نوي ډلي هڅي هم د دې نظر پخلی کوي، چي وايي د جمهوري ریاست انتخابات دي نه کېږي او د حالاتو تر ښه کېدو د ولسمشر کرزي د حکومت د دوام غوښتنه کوي. د دې حرکت غړي په بېلابېلو ولایتونو کي د نمایشي غونډو پر جوړېدو او د پرېکړه لیکونو پر خپرېدو سربېره په فېسبوک کي هم د “اول امنیت بیا انتخابات” په پلمه تر جرګې دمخه لا د ښاغلي کرزي نیت ته اشارې کوي.
ب: ریاستي نظام په پارلماني اړول: له ریاستي څخه پارلماني نظام ته د حکومت اړولو تمرین د شمالي ایتلاف غړو چي له ښاغلي کرزي سره ښه اړېکی لري ډېر دمخه لا شروع کړی دئ، دوی له تیرو دوو کالو راهیسي په جرمني، فرانسه او ځینو نورو هیوادونو کي په دې هکله څو واره پټي غونډي وکړې، د امریکا د کانګرس او د انګلستان د پارلمان څو غړو هم یو په بل پسې د پارلماني او فډرالي سیسټم وړاندیزونه وکړل. دا وړاندیز هغه وخت ځکه ډېری افغانانو په تېره پښتنو رد کئ، چي پارلماني نظام په افغانستان کي نسي عملي کېدای او د هیواد تجزيې ته لار هواروي، خو اوس چي د ښاغلي کرزي د ډلې له خولې دا خبره راوزي نوره هم د اندېښنې وړ ده او دا احتمال ډېروي، چي ښايي ولسمشر کرزی د لويي جرګې په ذریعه له ریاستي څخه پارلماني ته د نظام اړول تصویب کړي او په را روانه دوره کي د صدراعظم په حیث ځان په واک کي وساتي.
د پارلماني نظام په هکله د ښاغلي کرزي د پلویانو دلیل دا دئ، چي په افغانستان کي ریاستي نظام نتیجه ورنکړه، نو ځکه باید پارلماني ته واړول سي، خو د دوی دغه دلیل ځکه د منلو وړ نه دئ چي:
اول: د پارلماني نظام بنسټ پر فډراليزم ولاړ دئ، چي یو هیواد پر څو مختلفو زونو یا ایالتو باندي وېشي، چي هر ایالت ځانته خپلواک داخلي حکومت او قانون لري او یوازي په بهرنیو چارو کي د مرکزي حکومت متابعت کوي. د دغسي نظام راتګ په افغانستان غوندي هیواد کي چي قومي اقلیتونو ته یې پخوا لا د ګاونډیو هیوادونو په لمسون د هزارستان، لوی تاجکستان او خراسان د جوړېدو سبقان ورکول کېدل، نتیجه بېله شکه تجزیه او بربادي ده.
دوهم: د افغانستان د اوسني حکومت د ناکامۍ علت د نظام ډول نه، بلکي په حکومت کي شامل ځيني زورور کسان دي، چي اداري فساد، د مځکو غصب، د قانون ماتولو او په اصطلاح چور او چپاول ته یې لاره هواره کړې ده، ښکاره خبره ده که دغه ناکام کسان د هر رقم حکومتي سیستم برخه وي که د خپل هیواد قانون، ملي ګټو او وجدان ته د مسولیت احساس ونکړي، په هیواد کي به اداري فساد، جنګ، د مځکو مافیا او ټولي بدمرغۍ لکه اوس دغسي رواني وي.
له بده مرغه د ولسمشر کرزي له خوا ځیني موظف سوي کسان اوس صرف په دې خاطر په ډېره بې باکي سره اوسنی اساسي قانون د غربي ډیموکراسۍ سوغات بولي، چي دا قانون ولسمشر کرزي ته د دریم وار کاندیدۍ حق نه ورکوي. دوی بېله دې چي په دې په باب ملي ګټو، خپل پخواني دریځ او اوسنيو حقایقو ته پام وکړي، دغه قانون د پردیو د تپل سوي قانون په نوم سپکوي. کنې نو په ۲۰۰۹ کال چي د جمهوري ریاست انتخابات کېدل د افغانستان او په تېره د پښتني ولایتونو حالت خو تر دې څو چنده خراب وو، هغه وخت ولي انتخابات ضرور ول او اساسي قانون د غربي ډیموکراسۍ سوغات نه بلل کېدئ؟

د خپل ورور کامیابول:
د ډيرو په ګومان له امریکا سره د امنیتي تړون د ځنډ اصلي علت د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ دي، اول خو د ولسمشر کرزي موخه د خپلي واکمنۍ دوام دئ، خو که داسي نه کېږي، نو باید له کورنۍ څخه یې ورور (قیوم کرزی) د ولسمشر په توګه د امریکا له خوا ورسره ومنل سي. که څه هم ښاغلی کرزی اوس داسي تمثیلوي چي د خپل ورور له کاندیدۍ سره مخالف دئ او له ډاکټر زلمي رسول، استاد سیاف یا ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ اوازې یې وختي لا اچولي دي، خو که لویه جرګه د انتخاباتو ځنډ یا د نظام بدلون ته لاره هواره نه کړي، نو بېله شکه چي د ښاغلي کرزي دوهم انتخاب د ورور کامیابول دي.

د خپلي خوښي د کاندید ملاتړ کول:
د ولسمشر حامد کرزي بل انتخاب د خپلي خوښي له یوه ډېر ضعیف کاندید څخه ملاتړ دئ، چي د ډېرو په ګومان دغه کس ډاکټر زلمی رسول دئ.
د ښاغلي رسول په کامیابي کي ولسمشر کرزی او اوسنی ټیم یې ځکه خپلي ګټي ساتلای سي، چي هغه مزاجاً ارام او نرم سړی دئ، د کرزي پر شاوخوا د نورو کسانو په نسبت ښه نوم لري او یو له څو ګوتو په شمار کسانو څخه دئ، چي په تیرو ۱۲ کالو کي له حامد کرزي سره ټینګ پاته سوی دئ.
زلمی رسول نه ولسي او نه هم قومي ملاتړ لري، که د حکومت مرسته نه وي نو د کامیابۍ چانس یې لږ څه چي ناممکن دئ. ښایي پورتنیو ټکو ته په پام سره ښاغلی کرزی او ټیم یې دا غوره وبولي، چي هغه کامیاب کړي او په وجود کي یې خپلي ګټي خوندي کړي.

اضطراري حالت اعلانول:
د ولسمشر کرزي بل احتمالي انتخاب د اضطرار حالت دئ، چي له امله به یې اساسي قانون تعطیل او پارلمان له منځه ولاړ سي.
دا نو پر واک د پاتېدو په خاطر د ولسمشر کرزي آخر انتخاب هم کېدای سي، چي تر یوه نامعلوم وخت پوري به د ښاغلي کرزي د حکومت د دوام سبب سي.
په اضطراري حالت کي د حکومت وضعیت پوځي نظام ته ورته وي، د دولت ډېري چاري له عادي حالت څخه یوه غیر نورمال حالت ته اوړي، چي په نتیجه کي د یوه هیواد نړۍ وال اعتبار له منځه ځي او د اقتصادي کمزوریو او سیاسي ګډوډیو سبب ګرځي. د اضطرار حالت ته په قصدي توګه د حالاتو برابرول نور ډېر ټولنیز تاوانونه هم لرلای سي، چي یا ښايي تر انتخاباتو دمخه په دستوري توګه امنیت ګډوډ او اضطراري حالت اعلان سي او یا هم تر انتخاباتو وروسته د غیر طبیعي نتایجو د اعلان په سبب حالات د اضطرار خوا ته یووړل سي.
د اضطرار حالت نه د ملت په ګټه دئ او نه هم نړۍ والي ټولني ته د منلو وړ دئ، له بهرنۍ نړۍ سره کمزوري روابط به افغانستان یو وار بیا له سیاسي او اقتصادي یوازیتوب سره مخ کړي، چي د تاوان پېټی به یې ولس پورته کوي.

نتیجه:
داسي معلومېږي چي ښاغلی کرزی غواړي په یو څه توپير د پاکستان د بهوټو، د هندوستان د نهرو او یا د بنګلدېش د شېخ مجیب الرحمان د کورنیو په څېر د ډیموکراسۍ تر پرده لاندي د هیواد د مشرۍ چاري خانداني کړي.
د ولسواکۍ بنسټ پر ملي ګوندونو ولاړ دئ، خو په تېرو ۱۲ کالو کي ښاغلي کرزي هیڅکله هم نه یوازي د یوه ملي ګوند د جوړېدو هڅه ونکړه، بلکي هغه پخواني ګوندونه یې هم په ډېره ځیرکتیا سره له یو و بل څخه جلا او پر قومي او سمتي تمایلاتو سره ووېشل. ښاغلي کرزي د خپل واک په ټوله موده کي د سیاسي ګوندونو پر ځای د احمدشاه مسعود، استاد رباني، پیر ګیلاني او مجددي د کورنیو پر ملاتړ تکیه وکړه.
که ښاغلی کرزی غواړي چي هیواد یې د یوه باثباته حکومتي سیسټم څخه برخمن سي، د تیرو ۱۲ کالو قربانۍ او کامیابۍ یې له منځه ولاړي نسي، نو له قانون سره سم دي تر انتخاباتو نه تېرېږي. دا وخت نه پارلماني نظام، نه د انتخاباتو ځنډ او نه هم اضطراري حالت د افغان ملت په ګټه دي.
د یوه بل منتخب ولسمشر راتګ به له یوې خوا د افغانستان په تاریخ کي یو نوی فصل رامنځته کړي او له بلي خوا به د ولسواکۍ پر خوا یو پوخ ګام او د دې هیواد پر دښمنانو یو بل د غشي وار سي.