دکندهاردرسنیو دفتر وايي چي پرون ورځ د ارغسان په کيشرور سيمه کي د سړک پرغاړي ښخ سوي ماين يو پلار او زوی ووژل او يو بل ملکي وګړی ئې زخمي کړ.
دغه درې تنه ملکي وګړي د يادي ولسوالۍ د کيشرور نومي په سيمه کي په يوه ټراکټور کي روان ول چي د وسله والو مخالفينو له خوا د سړک غاړي پر يوه ښخ سوي ماين وختل او د ماين د چاودني سره سم پلار او زوی وژل سوي دي خو ياد درېيم کس زخمي سوی او د پوليسو له خوا د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دئ.
دکندهار ولایت مقام درسنیو دفتر وايي چي د مخالفينو له خوا د سړک غاړي ښخ سوي ماينونه هغه څه دي چي په سلګونه ځله ئې د ډيرو بې ګنا ښځو، ماشومانو، ځوانانو ژوند اخيستی او زياتي کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنولي دي.
دا په داسي حال کي ده چي وسله والو مخالفينو هیڅکله دسړک غاړي دماینو چاودنو مسؤلیت نه دئ اخیتسئ.