کور / تازه خبرونه / د اولسمشر کرزي د ویناوو په اړه تبصرې

د اولسمشر کرزي د ویناوو په اړه تبصرې

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو د ولسمشر حامد کرزي د تېرې ورځې څرګندونې راخیستې چې د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې په اړه یې کړې وي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ولسمشر له خولې لیکلي؛ د مشورتي لویې جرګې د هرې پریکړې احترام کوو.

ورځپاڼې له کرزي څخه په نقل لیکي؛ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او وسله وال طالبان حق لري، چې په دې جرګه کې ګډون وکړي او له امریکا سره د امنیتي سند په اړه خپل نظرونه څرګند کړي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ دا چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پرسر د بحث لپاره مشورتي لویه جرګه رابلل کیږي؛ معنی یې دا ده، چې دا مطلق د ګټې خبره نه ده.

د لیکوال په باور داسې هېڅکله هم نه ده چې؛ دا یوزاې د افغانستنان اړتیاده، دا د دواړو هېواونو د ګټو خبره ده، ځکه خو هېڅکه هم باید په پټو سترګو او له قید او شرط پرته لاسلیک نه شي.

محور:

محور ورځپاڼې په غټو ټکو سره لیکلي؛ “تر جرګې مخکې د افغان ــ امریکا مهمه هوکړه”.

وړاندې په مطلب کې راغلي ولسمشر کرزی وايي؛ له امریکا سره د امنیتي تړون په ترټولو جنجالي موضوع موافقې ته رسېدلي دي؛ پر افغانستان د بهرني تجاوز موضوع یو له هغو ټکو څخه و؛ چې د دغه سند برخلیک یې ترلویې جرګې را ورساو.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د جرګې تر جوړېدو مخکې اختلاف حل شوی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د افغانستان به د نړۍ هېڅ قدرت او هېواد ته اجازه ورنه کړي چې؛ د نورو هېوادونو پرضد د افغانستان له خاورې څخه د ټوپ وهلو د تختې په توګه کار واخلي.

د لیکوال په باور د امنیتي تړون په اړه د ځینو ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي او د امنیتي تړون هدف یوازې او یوازې د افغانستان اقتصادي امنیتي او سیاسي ثبات دی او بس.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې له جرګې سره د مخالفت لپاره د ملکیانو وژنه تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې لیکلي؛ امنیتي ځواکونو ته په کار ده چې؛ د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازیات ګامونه واخلي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د جرګې په ورځو کې ښایي نورې داسې هڅې هم وشي؛ افغان امنیتي ځواکونه یې باید مخنیوی وکړي.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال په ولس هم غږ کوي چې؛ له امنیتي ځواکونو سره په دې چاره کې مرسته وکړي او د خپلو ورونو، خویندو، اولادونو او نورو افغانانو د وژنې مخه ونیسي.