کور / تازه خبرونه / پوليسو يو ۱۲ کلن ځانمرګی نيولی دی

پوليسو يو ۱۲ کلن ځانمرګی نيولی دی

ملي پوليسو د تېري پنجشنبې په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ کي يو تن سپين ږيری او ورسره يو ۱۲ کلن ځانمرګی نيولي دي.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له قوله چي پوليسو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ياد ۱۲ کلن ځانمرګی او سپين ږيری چي غوښتل يې د دغه ولسوالۍ د تولکان سيمي ته د ځانمرګي بريد د چمتوالي په موخه ولاړ سي نيولي دي.
نيول سوی ماشوم چي نوم يې عطا الله د نظر ګل زوی دی د لومړنيو معلوماتو په توګه ويلي چي د چمن اوسېدونکی دی، په پاکستان هيواد کي يې په يوه مدرسه کي ديني زده کړي کولې او تر څنګ يې د ځانمرګي بريد په اړه زده كړي هم ورکول کېدې.
واشوم وايې ، له ده سره نيول سوی سپين ږيری حاجي عبيدالله نومېږي او غوښتل يې د پيسو په بدل کي د وسلوالو طالبانو يو تروريستي ګروپ ته دی معرفي او وسپاري.