خوست والي دځانګړو مراسموپرمهال ٧تنه تکړه او مخکښ ځوانان وستايل
دخوست ولايت مقام دجرګو په کور کې دشيخ زايدپوهنتون دحقوقو او شرعياتو
دپوهنځيو هغه پنځه تنه محصلين چې دهېواد دلسو پوهنتونونو دمحصلينو سره يې
درسنيو دحقوقوتمثيلي محکمې په سيالۍ کې دوهم مقام ترلاسه کړى وو دخوست
والي عبدالجبارنعيمي له لوري ديو لړمراسمو په ترڅ کې په ستاين ليکونو سره
وستايل شول،همداشان دشيخ زايدپوهنتون عمومي اول نمره خالداحمد حبيب
اودهېواد په کچه دلاس صنعت ،خطابۍ او نقاشۍ دډګر وتلي هنرپال ځوان محمد
اسماعيل ځدران ته هم ستاين ليکونه ورکړل شول.
په مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ دولايتي شورا رئيس الحاج سيدکريم
خاکسار،دشيخ زايدپوهنتون مرستيال استاد ميرحبيب شاه ،دپوهنځيو څوتنو
رئيسانو ،دلوړو زده کړو دموسساتو مسوولينو ،دپوهنې رئيس بخت نور بختيار
اودعلمي بنسټونو دپياوړتيا نورومينه والو هم حضور درلود.
دشيخ زايدپوهنتون مرستيال استاد ميرحبيب شاه دپوهنتون دپرمختګ
اوديادپوهنتون دمحصلينو دستاينې په برخه کې دخوست والي ځانګړې مرسته
اومينه وستايله ،نوموړي وويل دخوست دولسونو اوځوان نسل لپاره ډير دخوښۍ
ځاى دى چې خوست ولايتي ادارې دځوان نسل روزونه ،هڅوونه او دعلمي مرکزونو
پياوړتيا خپل کاري لومړيتوب ټاکلى اوتل يې په دې برخه کې رغنده همکاري
کړې .
سيد رحيم کوچي دبرياليو محصلينو په استازيتوب خبرې وکړې ،نوموړي وويل چې
دلس پوهنتونونو دمحصلينو سره يې دتمثيلي محمکې په سيالۍ کې دوهم مقام
وګټلو ،په قانوني دلايلو ،منطقي استدلال او علمي بحث سره يې نورو ته ماتې
ورکړه ،دخوست ولايتي ادارې مشرتابه يې مننه وکړه چې ددوى دستاينې په
خاطريې ځانګړې ناسته جوړه کړې ده،کوچي داهم وويل چې دغه ستاينه به دوى
وهڅوي چې لومړى مقام خپل اوپه ټولو سياليو کې دبريا وياړ راخپل کړي.
دخطاطۍ ،نقاشۍ ،لاس صنعت دډګروتلي هنرپال ځوان محمد اسماعيل ځدراڼ هم
خبرې وکړې ،نوموړي وويل چې ټول ارزښت اوحکمت يې په هنر کې دى او همېشه يې
په ډيرو سياليو کې خپل ولس ته ښې برياوې را وړې دي ،ځدرآن له خوست والي
په دې موخه مننه وکړه چې همېشه يې دده دهنري نوښتونو ستاينه کړې ده.
دلوړو زده کړو دموسساتو په استازيتوب ډاکټر بادشاه زار ابدالي خبرې وکړې
دولايتي ادارې دمشرتابه له لوري يې دنوموړو ځوانانو هڅوونه غور ګام ياد
کړ نوموړي وويل هغه ټولنې چې مشران يې خپل ځوانان هڅووي اوستايي نيکمرغه
متمدنې ټولنې بلل کيږي .
خوست والي عبدالجبارنعيمي دخپلو خبرو پرمهال وويل چې دځوانانو هڅوول
اوستايل دخوست ولايتي ادارې تګ لاره او په دغه ولايت کې دلازياتو
برياوو د رامنځته يو اغيزمن بهير دى ،نوموړي دبريا اوياړ ګټوونکو ټولو
محصلينو ،دشيخ زايدپوهنتون ادارې او دخوست ټولو ولسونو ته مبارکي ورکړه
،دتمثيلي محکمې دسياليو دګټوونکو محصلينو وياړ يې دخوست دادارې او ولسونو
وياړ ياد کړ.
خوست والي وويل چې دهېواد ټول ځوانان بايد ورته برياوې راخپلې کړې ،په
کوښښ ،زيار ،شپه او ورځ لوستنې او څيړنې سره دې دنړيوالو ډګرونو دسياليو
لومړي مقامونه وګټي او تل دې دخپل هېواد دجوړونې ،ملت دسرلوړۍ ،ابادۍ او
پرمختګ مبارزې وکړي.
نعيمي ددې يادونه هم وکړه چې ټول هغه ځوانان چې په بېلابېلو علمي ډګرونو
کې خپل ولس او هېواد ته وياړونه او برياوې ګټې په واقعيت کې دافغان ولس
دسترې معنوي اومادې پانګې دبډاينې سبب ګرځي ،دهېواد له ټولو ځوانانو يې
وغوښتل چې په وحدت ،علمي مبارزو ،سالمو سياليو او ګډ کار سره خپل هېواد
له بدمرغيو وژغوري او همېشه دقلم ،کتاب او منطق په ژبه دنړۍ دنورو ملتونو
سره سيالۍ وکړي.
خوست والي دهنرپال ځوان محمد اسماعيل ځډراڼ دهنري نوښتونو اواثارو ځانګړې
ستاينه وکړه او ټولو ګډونوالوته يې ددنوموړي دهنري پوهې ،ذکاوت او وړتيا
په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل.
دمراسمو په وروستيو کې خوست والي ددغه ولايت دادارې او ولسونوپه
استازيتوب دټولو ګډونوالو په حضور کې دشيخ زايدپوهنتون عمومي اول نمره
خالد احمدحبيب ،دتمثيلي محکمې دسياليو برياليو ګټوونکو سيدرحيم کوچي
،اسدالله الفت ،عبدالوهاب ،محمد ګل عالم ،سيال مير همت او پيژندل هنرپال
ځوان محمداسماعيل ځدران ټه ستاين ليکونه ډالۍ کړل. ديادونې وړ ده چې په
همدې مراسمو کې دهنرپال ځوان اسماعيل ځدراڼ له په ښکلي هنر سره
دافغانستان جوړ شوى نشان او دخالداحمد حبيب له لوري دنوموړي خپل دوه چاپ
شوي اثارخوست والي ته ډالۍ شول.