کور / تازه خبرونه / د عاشورا د ورځي لپاره پوره امنيي تدابير نيول سوي دي

د عاشورا د ورځي لپاره پوره امنيي تدابير نيول سوي دي

د کندهار ولايت د امنيت شورا په ننۍ غونډه کي د عاشورا د ورځي لپاره پر امنيتي پلان بحث وسو.

کندهار والي او د امنيت شورا رئيس پوهاند داکټر توريالي ويسا په امنيت شورا کي وويل، چي د عاشورا د ورځي لپاره بايد کلک امنيتي تدابير ونيول سي تر څو خلک وکولای سي په ښه امنيتي فضا کي دغه د برکت څخه ډکه ورځه ولمانځي.

ښاغلي ويسا د افغان ملي امنيتي ځواکونو ټولي هغه هڅي چي د امينت په راوستلو کي يې کړي دي وستايلې او زياته يې کړه، چي بايد د تل په څېر د عاشوار د مقدسي ورځي د رارسېدو په خاطر نور هم امنيتي پلانونه زيات او ټينګ کړي.

د امنيت شورا په ننې غونډه کي د ټولو نظامي ادارو مسئولينو کندهار والي ته د ټينګ او ښه امنيت ډاډ ورکړی او زياته يې کړه، چي د عاشورا د ورځي لپاره يې خاص پلان جوړ کړی دی او د تل په څېر به په دغه ورځ امنيتي تدابیر ټينګ وساتي.

په ننی غونډه کي د کندهار ولايت د امنيت امر د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل، چي په تېره اوونی کي يې يو شمېر ګډ او خاص عمليات تر سره کړي دي، چي پر مهال يې وسلوال مخالفين وژلي او نيولي دي.

هغه دغه راز زياته کړه چي د عملياتو پر مهال پوليسو ۱۳ تنه وسلوال مخالفين وژلي او ۶ تنه نور يې ژوندي هم نيولي دي او د وسلوالو مخالفينو تر څنګ يې په يادو عملياتو کي زيات شمېر وسلې او مهمات لاس ته ورغلي دي.

د امنيت شورا په ننۍ غونډه کي د ښار په يو شمېر ساحو کي د غلچکي بريدونو د مخنيوي په اړه هم امنيتي ارګانونو ته وظيفه وسپارله سوه، چي ژر تر ژره يې مخه ونيسي او د لاسته راوړنو په اړه يې ولايت مقام ته ډاډ ورکړي