کور / تازه خبرونه / د دهلې د بند په اړه خبري وسوې

د دهلې د بند په اړه خبري وسوې

دغه هيئت نن د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ شاوليکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړى او هلته يې له نژدې د امنيتي، حکومتدارۍ او پرمختايي چارو جاج واخستى.
له والي سره په دغه سفر کي د کندهار امنيه قومندان پاسوال عبدالرازق، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد او ګڼ شمېر نورو پوځي او ملکي منسوبينو ګډون کړى و.
تردې غونډي ورسته کندهار والي او ورسره مل پلاوي دشاوليکوټ ولسوالۍ دهغو اوسيدونکو سره وکتل ،چي د دهلي بند په پراخيدولو کي يې کورونه استملاکيږي .
کندهاروالي پوهاند ډاکټر توریالي ويسا د دهلي دبند پروژه یوه حياتي او ګټوره پروژه وبلل او زياته يې کړه، چي د دهلي بند د ارتفاعي کار لپاره يې تر ډيرو هڅو وروسته مالي منابع پيدا کړي او خلک يې بايد مرسته او کوم وکړي.
هغه وويل، چي د دهلې بند د ارتفاع په صورت کي، چي کومي مځکي تر اوبو لاندي او استملاکيږي د تصفيې لپاره يې له مرکزه هئيت راغلى او کارونه به چټک کړي، خو تر هغو بايد د بند د ارتفاع کارونه ادامه پيدا کړي او دا پروسه ونه درول سي.
کندهاروالي وويل په ياده ساحه کښي،چي دهرکس هرڅومره ځمکه ثبت ولری اوماليه يې دولت ته ورکړي په هغو مره اندازه به يې بديل ورکول کيږي .
خو ديادي سيمي اوسيدونکو، چي څه موده وړاندي په همدي تړاو دولسمشر سره هم کتلي ول کندهار والي ته وويل، چي د دولت له لوري ددوى لپاره په پام کي نيول سوى بديل کفايت نه کوي اود دوهم ځلي لپاره غواړي، چي د ولايت مقام په همکاري له ولسمشر کرزي سره وګوري او په دغه مورد ورسره خپلي اندېښنې او وړانديزونه شريک کړي.