کور / تازه خبرونه / د لستوڼي مارانو څخه باید سترګي پټي نه سي

د لستوڼي مارانو څخه باید سترګي پټي نه سي

کابل چاپ ځینو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د مشورتي لویې جرګې د تیاریو او ورته د امنیتي ګواښونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د کورنیو چارو له وزیرڅخه په نقل لیکلي، ځینې هېوادونه د لویې جرګې په وړاندې ستونزې جوړوي.

ورځپاڼې د کورنیو چارو د وزیرعمر دوادزي له خولې لیکلي، وسله وال مخالفین او ځینې هغه هېوادونه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند له لاسلیک کولو سره مخالفت لري، د دې سند په هکله د جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې جوړوي.

په مطلب کې راغلي، افغان امنیتي ځواکونو د دوو داسې حملو مخه نیولې چې؛ غوښتل یې د لویې جرګې په وړاندې امنیتي ستونزې جوړ کړي.

ملي ارمان ورځپاڼې د افغانستان د دفاع وزیرڅرګندونې راخیستې چې ویلي دي، طالبان نه شي کولای مشورتي لویه جرګه اخلال کړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، طالبانو لا له وړاندې هغه کسانو ته د مرګ ګواښ کړی چې؛ په لویې جرګه کې ګډون کوي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په هېواد کې د لستوڼي مارانو څخه باید سترګې پټې نه شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي هغه کسان چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کولو سره مخالف دي.

د لیکوال په باورهغوي په یوه نه یو ډول د طالبانو او حزب اسلامي بیا قدرت ته د رسېدو فکرونه له ځان سره لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان امنیتي ځواکونه تر هغه پورې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري چې په خپلو پښو ودریږي.

د لیکوال په اند که چېرې امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو وېره شته بهرنۍ مرستې به بندې شي او اوسنۍ نظام به له سقوط سره مخ شي.

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال نړېوالې ټولنې ته وړاندیز کړی، چې تر ډېره باید په افغانستان کې پاتې شي او همدارنګه لیکوال د کابل او او شنګټن ترمنځ امنیتي تړون د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه بولي.