د کندهار ولايت په ريګستان ولسوالي کي د پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په جنګ کي اووه طالب وسلوال وژل سوي او يو پوليس سطحي زخمي سوى دى.
دغه جنګ نن سهار شپږ بجې هغه مهال رامنځ ته سو کله، چي يوې وسلوالي ډلي د ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ باندي بريد وکړى.
يادي وسله والي ډلي غوښتل، چي د سپکو او درنو وسلو په بريد سره د وسلوالۍ د امنيه قومندانۍ ودانۍ زيانمنه و پوليسو ته د سر او مال زيانونه واړوي، چي له سخت مقاومت سره مخامخ سوي او پرمهال يې اووه وسله وال وژل سوي دي.
دوژل سوو مخالفينو جسدونه په سيمه کي پا ته سوي او ورسره څلور موټرسايکلان ،(٤) ميله کلاشنکوفونه او له چاودېدونکو توکو ډکي شل ډبې دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
د نن سهار په وسلواله نښته کي ځايي ولسي وګړو ته د سر او مال هيڅ زيان نه دى اوښتى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.