په میدان وردګو ولایت کېن د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او نهه نورو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د میدان وردګو ولایت په چک،نرخ او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یو وزیرستاني په ګډون لس وسله وال مخالفین ژوندي نیول شوي،شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه وزیرستانیان ټپیان شوي دي،همدا راز یو زیات شمیر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د نرخ ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت د مؤظفینو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه چې د یوه ټونس موټر په وسیله یې دوه د ارپي جي او دوه د راکټ مرمۍ،چې غوښتل یې د مشورتي لویې جرګې د تخریب په موخه کابل ته انتقال کړي، ژوندي ونیول شول .
به ورته وخت کې تېره شپه د چک ولسوالۍ په باز خول سیمه کې د هوایي بریدپه
ترڅ کې دوه موټر سایکل سپاره وسله وال طالبان،همدا راز تېره شپه د یادې ولسوالۍ په نوربیک ګوده او تورخیلو سیمو کې هم د دوه هوایي بریدونو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی دوه میله راکټ،څلور میله پیکا او څوارلس میله کلاشینکوفونه چې د کرولا موټر په وسیله یې انتقال کول هم لمنځه تللي دي.
په همدې حال کې د چک ولسوالۍ په بمبایي،نورخیل او بند چک سیمو کې د نښتو
په ترڅ کې درې وزیرستاني طالبان ټپیان شوي او د دوی یو بل ملګری د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی دی،همدا راز امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو له لورې په یاده ولسوالۍ کې دوه بوشکې چاودیدونکې توکې او پنځه حلقې ماینونه هم پرته له زیانه لمنځه وړي دي.
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې خانګړي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ژوندي نیول شوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.