کور / تازه خبرونه / پاكستان: د وسله والو د څارني دپاره له عصري تكنالوژۍ كار اخلو

پاكستان: د وسله والو د څارني دپاره له عصري تكنالوژۍ كار اخلو


كابل او اسلام آبا هوكړه كړې چي ډېر ژر به پر پاك افغان پوله د وسله والو ډلو د څارني په خاطر په پرمختللې ټكنالوژي سمبال رادارونه نسب كړي.
پاك د ټربيون ورځپاڼي خبر وركړ، چې دغه پرېكړه د يك شنبې په ورځ په كابل كي د افغان جمهور رئيس حامد كرزي او په كورنيو چارو كي د پاكستاني صدراعظم د سلاكار رحمان ملك ترمنځ سوې ده.
خبر زياتوي رحمان ملك پرون په كابل له افغان ولسمشر كرزي سره په يكړه ناسته كي د افغانستان او پاكستان پر دوه اړخيزو امنيتي چارو وږغېدئ او وروسته يې د افغانستان د كورنيو چارو له وزير ضراراحمد مقبل سره هم وليدل.
رحمان ملك ويلي چي له ښاغلي كرزي سره يې پر پوله د وسله والو ډلو د تګ راتګ د مخينوي په خاطر د اتومات كېمرو او رادارونو د لګولو پرېكړه وكړه، چي تر تخنيكي ارزوني وروسته به يې د لګولو كار پيل سي.
افغان چارواكي تل پر پاكستاني حكومت تور لګوي چي له خاوري يې افغانستان ته طالب وسله وال را اوړي، چي تر ورانكارو عملياتو وروسته بيرته پاكستان ته اوړي.
سره له دې چي پاكستاني چارواكي دغه تورونه په كلكه ردوي، خو وايي د دې عصري تكنالوژۍ په مرسته به دواړه هيوادونه وكړاى سي چي د يو او بل هيواد ته د وسله والو ډلو مخنيوى او څارنه وكړي.