اسلام اباد: د پاکستان په خصوصي ښوونځيو کې دملالې یوسفزۍ پر (زه ملاله یم) نومي کتاب (I am Malala) بندیز ولګول شو. ملاله یوسفزۍ تېرکال په ظآهره د ښوونځي پر لاره وسله والوکسانو وویشته او زخمي شوه چې ډير زر لندن ته د درملنې لپاره یوړل شوه او وروسته دومره مشهوره شوه چې له بانکي مون او اوباما سره ېې هم لیدنې وکړې او حتې د نوبل جایزې ته نومانده شوه .یو شمیر کسان د ملالۍ دومره شهرت او د هغې وړې پيښې ته د دومره خبري انعکاس ورکولو ته د شک په سترګه ګوري د ټول پاکستان د خصوصي ښوونځيو مشر “کاشف مرزا” خبري رسنیو ته ویلي چې؛ د ملالې په نوم په دې کتاب کې غیر اسلامي او د پاکستان د خلکوضد مواد ځای شوي دي.په پاکستان کې به څلویښت زره ښوونځي تر دې بندیز لاندې راشي.د ټول پاکستان د خصوصي ښوونځيو د تنظیم د اتحادیې مشر “ادیب جاویدیاني” هم د دې هیواد پر حکومت هم غږ کړی چې؛ په دولتي ښوونځیو کې هم د ملالې پر کتاب بندیز ولګوي.د پاکستان د خصوصي ښوونځیو مسوولین ادعا کوي چې؛ غربي دولتونه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره ملالې یوسفزۍ په جعلي ډول مشهوره او له هغې څخه استفاده کوي.دوی همدا راز ادعا کړې چې د ملالې په کتاب کې داسلام پيغمبر ته مناسب درناوی نه دی شوی او د شیطاني ایات (Satanic Verses) د کتاب د لیکوال سلمان رشدي ستاینه په کې شوې ده.