کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د پاکستاني طالبانو د قیادت د بدلون په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پاکستان د صدراعظم څرګندونې راخیستې چې ویلي دي، په روانه جګړه کې مو د سخت دریځو ملاتړ کړی.
ورځپاڼه نوازشریف څخه په نقل لیکي، دغه کارمو په خپل کورکې د اور بلېدو لامل شو.
ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي ملافضل الله افغان سولې ته ګواښ نه دی.
لیکوال پوښتنه کوي، نو د سولې عالي شورا ولې د اسلام اباد غږ ته سرخوځوي؟
وړاندې په مطلب کې راغلي د پاکستاني طالبانو د نوي مشر مولانا فضل الله دا دریځ چې ګنې له پاکستاني حکومت سره د پخلاینې خبرې نه کوي، یو شمېر افغان سیاستوال په وېره کې اچولي، چې ښايي دغه دریځ به د افغان طالبانو لوری هم له سولې په بله کړي.
د لیکوال په باور د پاکستان او پاکستاني طالبانو د سولې بهیرجلا او د افغانستان د طالبانو بهیر جلا دی.
خو د ویسا په سرمقاله کې راغلي، یوشی چې اوس جوت دی هغه دا ده چې د دواړو غاړو طالبانو په یوه فکر مزل پیل کړی، ان تر دې چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو مشر ملامحمد عمر خپل مشر هم بولي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي نواز شریف بیا بیا تکرار کړې چې په افغانستان کې جنګ د پاکستان له خاورې پیل شوی.
د لیکوال په باور جنګ د پخوا په څېر روان دی او د تم کېدو یې هېڅ نښه نښانه نه تر سترګو کېږي.
محور د طالبانو پروژه، د ای اس ای او بلک واټرټکر ترسرلیک لاندې مطلب کې لیکلي، پاکستاني سیاستوال وايي، د ملافضل الله له ټاکنې سره، د پاکستان حکومت وېرېدلی چې؛ د طالبانو پروژه په مکمل ډول د دوي له اختیاره د امریکا لاس ته لوېدلې ده.
د لیکوال د معلوماتو له مخې فضل الله چې؛ له درېيو کلونو راهیسې په سوات، چترال، کونړونو، نورستان او بدخشان کې جنګېدلي، یو وخت ورته د افغانستان په شمال او هم د پاکستان پنجاب کې د استخباراتي جګړې د پراختیا دنده ورسپارل شوې وه.