د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې يو ځانمرګى بريد کوونکى وژل.
چارواکي وايي چي ياد کس غوښتل چي د يوه حکومتي کس د ورور په واده کي خپل ټاکلي هدف ته ځان ورسوي، خو مخکي و هدف ته تر رسېدو د پوليسو له لوري پېژندل سوى او ويشتل سوى دئ.
چارواکي وايي چي په دې نښته کي ځانمرګى بريدکوونکى وژل سوى او يو پوليس ټپي سوى دئ.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.