اسلام اباد:د بي بي سي د خبر له مخې طالبانو نوي مشر مولانا فضل الله ګواښ کړی، تر هغو به د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرې ونه کړي، چې د خپل مخکني مشر د وژلو غچ یې نه وي اخیستی.د طالبانو یوه ویاند ویلي، چې جنګیالي به یې د پاکستان واکمن ګوند او پوځ په نښه کړي..د طالبانو د مشرتابه شورا مشر عصمت الله شاهین بیټاني، چې ملا فضل الله یې ټاکلی، ویلي چې: “موږ به د حکیم الله مسعود د شهادت غچ ارومرو اخلو”.هغه زیاتوي چې “د پاکستاني حکومت او طالب مشرانو ترمنځ د سولې خبرې د دوښمنانو له لوري یو دام دی، ټول هغه سیاسي ګوندونه چې دولت کې ښکېل دي، زموږ دوښمنان دي”.د طالبانو ویاند شاهدالله شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې “د سولې خبرې هېڅ ان د بحث وړ هم نه دي- دغه حکومت هېڅ قانونیت نه لري، یو ملي خپلواک حکومت نه دی، لاسپوڅی دی، د امریکا لاسپوڅی دی”.نوموړي دا هم ویلي چې “د سولې خبرې د وخت ضایع کول دي