کور / تازه خبرونه / خوست: ١١٠تنه ممتازمحصلين وستايل شول

خوست: ١١٠تنه ممتازمحصلين وستايل شول

دخوست ولايت دجرګو په تالار کې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې دځوانانو ديووالي دعلمي ټولنې له لوري دشيخ زايدپوهنتون ،داحمدشاه ابدالي ،پامير او دعوت دلوړو زده کړو دموسساتو ١١٠تنه اول نمره محصلينوته دلازياتې هڅوونې په موخه ستاين ليکونه ورکړل شول.

په همدې جوړو شويو مراسمو کې دولايت مقام په استازيتوب بريالي روان ،دشيخ زايدپوهنتون مرستيال استاد اسدالله تڼي ،داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زدکړو دموسسې مشر بادشاه زار ابدالي ،دپامير دلوړو زده دموسسې موسس سيدکريم شاه نکميل ،ددعوت دلوړو زده کړو دموسسې استازي فقير زوى ،دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد ،دملي يووالي اسلامي تحريک مشر امين الله امين ،دځوانانو ديووالي اوعلمي ټولنې مشر احسان الله شهيدمل،ګڼ شمير محصلينو او دښوونځيو زده کوونکو ګډون کړى وو.

احسان الله شهيد مل دخپلو خبرو پرمهال دنوموړې ټولنې دموخو او تګ لارو په اړه دمراسمو برخوالوته معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل تلاش کوي چې دخپلې ټولنې ممتاز محصلين او زده کوونکي وهڅووي او دځوانانو ترمنځ ديووالي او علمي پرمختګ لپاره کار وکړي.

دولايت مقام په استازيتوب بريالي روان ټولو تکړه محصلينوته ددوى دستاينې مبارکي ورکړه ،روان وويل هغه ملتونه ځيرک ،متمدن او مترقي وي چې دلوړو اهدافو لپاره سالمه مبارزه کوي اودخپل ځوان نسل دښې روزنې او هڅوونې په اساس دخپلو هېوادونو دظرفيتونو او علمي بنسټونو دپياوړتيا لپاره غوره تګ لارې لري.

بريالي روان دځوانانو ديووالي دعلمي ټولنې له لوري دممتازو محصلينو دستاينې پروګرام يو ځانګړى نوښت او غوره علمي ګام ياد کړ له ټولو ځوانانو يې وغوښتل چې په وحدت او شپه او ورځ تلاش سره دخپل هېواد دجوړونې اوملت دسرلوړۍ لپاره علمي مبارزې وکړي، دپوهنتون او لوړو زده کړو له موسساتو يې وغوښتل چې محصلينوته دلياقت ،استعداد ،زيار ،اهليت او منل شويو معيارونو په اساس په هرمضون کې نومرې ورکړي او محصلينو ته دنومرو په ورکولو کې دواسطې ،روابطو ،سياسي اړيکو او فشارونو څخه په کلکه ډډه وکړي.

بريالي روان دا هم وويل چې دخوست ولايت مشرتابه دځوانانو هڅوونې ،فکري رغونې او يووالي ته ځانګړى ارزښت ورکوي اوپه دې لاره کې يې په تيرو څو کالونو کې نه ستړې کيدونکې هڅې او اغيزمنې کړنې ترسره کړې دي ،روان دولايت مقام په استازيتوب له ځوانانو دسالمي سيالۍ او په راتلونکو ټاکنو کې دپراخ ګډون غوښتنه وکړه.

ورپسې دشيخ زايدپوهنتون دمحصلينو دچارو مرستيال استاد اسدالله تڼي ،داحمدشاه ابدالي طبي لوړو زده کړو دموسسې مشر استاد بادشاه زار ابدالي ،دپامير دلوړو زده کړو دموسسې مشر استاد سيد کريم شاه نيکمل،ددعوت خصوصي پوهنتون استازي فقير زوى ،دملي يووالي اسلامي تحريک مشر امين الله امين او دمحصلينو په استازيتوب ډاکټر غزنوي په خپل وار سره داول نمره محصلينو په ستاينې خوښي څرګنده کړه او دځوانانو ديووالي دعلمي ټولنې دغه نوښت يې دعلمي پرمختګ او ځوان نسل دروزنې په لاره کې يوه ښه لاسته راوړنه وبلله .

دمراسمو په وروستيو کې دولايت مقام داستازي او نورو مشرانو برخوالو له لوري ١١٠تنو تکړه او ممتازو محصلينو ته چمتو شوي ستاين ليکونه ورکړل شول پاتې دې نه وي چې په دغه مراسمو کې دڅوخصوصي ښوونځيو دزده کوونکو له خوا دمراسمو برخوالوته ښکلي او دهېوادنۍ مېنې څخه ډکې ترانې هم وړاندې شوې.