اېران ته د عراق صدراعظم د خپل سفر پر وخت وويل، هيواد يې له اېران څخه هيڅ راز خطر نه احساسوي.
نوري المالكي چي تر دې مخكي هم دوه ځله اېران ته په رسمي سفر تللى و، وويل چاته به اجازه ورنكړي چي د عراق له خاوري پر اېران يرغل وكړي.
د چارو كتونكي په دې نظر دي چي د المالكي دا خبري د اېراني جمهور رئيس محمود احمدي نژاد هغو اندېښنو ته جواب دئ، چي د خپل هيواد په اړه يې په عراق كي د مېشتو امريكايي عسكرو له سته والي څخه لري.