کور / تازه خبرونه / تنکيو کندهاريانو د ۷۶ هيوادونو په منځ کي د سرو زرو مډالونه وګټل

تنکيو کندهاريانو د ۷۶ هيوادونو په منځ کي د سرو زرو مډالونه وګټل

دریو تنکیو کندهاري زده کوونکو د ۷۶ هیوادونو تر منځ په سیالیو کي لومړي مقامونه خپل کړي او د سرو زرو مډالونه یې ګټلي دي.

یاد درې تنه تنکي زده کوونکي د کندهار ولایت اوسېدونکي او د افغان ترک عالي لیسې د نهم صنف زده کوونکي دي او څو میاشتي مخکي یې د ترکیې هیواد په جوړ سوو سیالیو کي چي د ۷۶ هیوادونو تر منځ وې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د دغو دریو تنو تنکیو زده کوونکو د بري د ستایني په موخه نن په خپل دفتر کي په کندهار کي د افغان ترک عالي لیسې د مدیر او یادو دریو تنو زده کوونکو سره ولیدل او دوی ته یې افتخاري مډالونه ورپه غاړه کړل.

کندهار والي یادو تنکیو هڅاندو او په ترکیه هیواد کي د سیالیو ګټونکو ته د بریا مبارکي وویل او تر څنګ یې ددوی د زیار او کوښښ ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه چي دا یوازي د کندهار لپاره نه بلکي د ټول افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی چي تنکي ګلان یې د ۷۶ پرمختللو هیوادونو څخه لومړی مقام لاس ته راوړي.

کندهار والي دغه راز د ترکیې هیواد نه ستړي کېدونکي هڅي، چي د کندهاري زده کوونکو د زده کړي په برخه کي یې کړي دي وستایلې او ددوی څخه یې د ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو، او نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کي یادو هڅاندو زده کوونکو هم د کندهار والي د تود هرکلي او د هغوی د زده کړو د ستایلو مننه وکړه او د ټولو ځوانانو څخه یې وغوښتل چي باید زده کړي وکړي تر څو په هیواد دننه او دباندي کي د نورو ځوانانو په وړاندي په جګ سر ودریږي او په ډېر افتخار د افغانستان نوم د نړۍ پر لوړو څوکو ولیکي.