کور / تازه خبرونه / په کندهار کي درې ورځنى سيمينار پيل سو

په کندهار کي درې ورځنى سيمينار پيل سو

په کندهار کي د هيواد د تيرو څلويښتو کلونو له تاريخي پيښو څخه د زدکړي درې ورځنى علمي او تحقيقاتي سيمينار تېره ورځ پيل سو.

دغه ستر علمي او څېړنيز سيمينار د کندهار ولايت مقام او د کندهار پوهنتون د پاچا خان د علمي او څېړنيز مرکز په همکاري او کوښښونو جوړ سوى دى.

د افغانستان له ګوټ ګوټ او د نړۍ له مختلفو هيوادونو څخه راغلي افغان پوهان به ددې سيمينار په ترڅ کي په تيرو ٤٠ کلونو کي د هيواد تودې او سړې وڅيړي او د اوسني نسل په شمول راتلونکو هغو ته به هم هرڅه روښانه کړي.

دغه علمي او څېړنيز سيمينار ته د هيواد د علومو اکاډمۍ د مشر او غړو په ګډون د هيواد نور منورين او بهرميشتي افغان پوهان او محققين رابلل سوي دي.

د سيمينار په لومړۍ ورځ کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په خپله وينا کي د تيرو څلويښتو کلونو پرمهال د هيواد پر سياسي، کلتوري، علمي او اقتصادي حالت بآندي ځغلنده کتنه وکړه او زياته يې کړه، چي افغانانو که د زيات و کم څلوېښتو کلونو په اوږدو کي راز – راز مصائب او مشکلات وليدل، مګر يوه ګټه ئې وکړه، چي عملي تجارب ئې په لاس راوړل، د ښه او بد په توپير وپوهېدل، دوست او دښمن ئې وپېژندى او د وطن له پېښو څخه ئې عملاً ډېر څه زده کړل.

هغه زياته کړه، چي زموږ په اکثرو سياسي مباحثو کي دا خبره مطرح کېږي، چي د افغانستان د خرابۍ عاملين خارجيان دي او که خپله افغانان. دا خبره د راز – راز سياسي او فکري تمايلاتو پر اساس پر يوه او بل ور تاوانېږي، مګر زه شخصاً د وطن د خرابۍ عوامل په دواړو طرفينو کي په خپله – خپله اندازه وينم. په دې کي شک نسته، چي په وطن کي دننه د وخت حاکمو نظامونو او نورو سياسي ډلو د مملکت په ورانۍ او تباهۍ کي سهم درلودلى دئ او د مختلفو علايقو پر بنا ئې دا وطن په کنډواله بدل کړى دئ، مګر په دغه ترڅ کي د جهانيانو استعماري موقف او استثماري سياسي حرکات د دې سبب سوي دي، چي د وطن زخمونه په ناسور بدل سوي او دغي خطرناکي ناروغۍ ئې هري خوا ته تکثر کړى دئ.

پرون د سيمينار په لومړۍ ورځ د نوموتي مؤرخ حسن کاکړ، استاد روستار ترکي، نوموتي توکم پوه ډاکټر عبدالرازق پالوال او ګڼ شمېر نورو افغان پوهانو پر مسايلو باندي مقالې واورولې.

دغه سيمينار به نن او سبا ورځ هم ادامه پيدا كوي،د غونډي جریان له لراوبر ویبپاڼي په مخامخ ډول خپریږي.