کور / تازه خبرونه / دپېښور-تورخم پرلاره ١٢کسان وژل شوي

دپېښور-تورخم پرلاره ١٢کسان وژل شوي

پېښور:دپېښور او تورخم په لاره د علي مسجد په سيمه کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ١٢ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . د واده یو موټر چې د لغمان ولایت په لورې روان وو په تورخم کې د یوې لارۍ موټر سره د جنګیدو په پایله کې د ناوې په ګډون ١٢ تنو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي په پیښه کې وژل شوي کسان د د پیښور په ښار کې د واده په مراسمو کې ګډون کړې وو چې هیواد ته د ستنیدو پر مهال د تورخم په سیمه کې د ټرافیکي پیښې قربان شول. د تورخم د امنیتي چارواکیو په وینا په پیښه وژل شوي کسان اکثره ښځې او ماشومان دي د د غې کورنۍ یو خپلوان عنایت الرحمان چې په دې ورا کې په یو بل موټر کې سور وو د پیښې په اړه وویل: دا د عبدالهادی په نوم د یو تن کورنۍ ده چې د لغمان اوسېدونکی دی خو په پېښور متنو کې اوسېږی،او دا د نوموړي د دوه زامنو ودونه وو،او له پېښوره لغمان ته په ورا روان وو))د یادې کورنۍ یو ګاونډی همایون چې د پیښې ځایې ته ورغلي وو وه یې ویل(( یو فلاینګ کوچ او دوه موټرې له کنټینره لاندې شوې وي او فلاینګ کوچ یې د ځمکې سره سم کړی وو، ماشومان او میرمنې مو ډیر په مشکل سره ترې راووېستل”