دبهسودو ولسوالی دامنیی قوماندانی امنیتی او کشفی موظیفنو یو ۹ کلن ماشوم ویس داضغر زوی ديپښور ښار دچهارصدی هډی سره نژدی دپتک چوک اوسیدونکی چه تقریبا شل ورځی وړاندی دخپل کلی څخه دافغانی او پاکستانی انسان تښتونکو لخوا ننګرهارولایت ته راتښتول شوی و دبهسودو ولسوالی درینګ روډ(حلقوی)سرک په ساحه کی دتښتونکو دمنګلو څخه خلاص کړی چه په تور یی یو تن پرویز دسبحان شاه زوی دننګرهارولایت دهسکی مینی اوسیدونکی نیول شوی نوموړی اوس دامنیی قوماندانی دترهګری پرضد دمبارزی په مدیریت کی دپوښتونو او ګرویګنو لاندی دی .
تښتول شوی پاکستانی ماشوم دننګرهارولایت دامنیی قوماندان محترم مل پاسوال فضل احمد شیرزادله لخوا په ننګرهارولایت کی دپاکستان لوی قونسل چوهدری حبیب الرحمن ته پداسی حال کی تسلیم شو چه دننګرهارولایت دبهرنیو چارو ریس محترم وحیدالله مومند هم حاضرو .دپاکستان دولت قونسل دننګرهارولایت دامنیی قوماندان ، مشرتابه پلاوی او ټول پرسونل حتی دافغانستان اسلامی دولت دکورنیو چارو دمحترم وزیر څخه زیاته مننه اوشکریه وکړه چه تل یی داسی قضایا زمونږ سره شریکی کړی او پدی اړه یی زمونږ سره مرسته او همکاری کړی همداشان نوموړی وویل په ټولو انسانانو رحم په کاردی هغه که هر څوک وی ، افغانستان او پاکستان دواړه اسلامی ورونه او ګاونډی هیوادونه دی همیشه باید دیو بل سره په هره برخه کی متقابل مرستی او همکاری وکړی .همداشان نوموړی دلوی او مهربان خدای تعالی (ج) څخه په افغانستان کی ددایمی سولی او ارامی غوښتنه وکړه او په ننګرهارولایت کی دپولیسو دفعالیتونواو لاس ته راوړنوڅخه یادونه وکړه .
ورسته دننګرهارولایت دامنیی قوماندان محترم فضل احمد شیرزاد په یو مطبوعاتی کنفرانس کی خبریالانوته د یادی قضیه په اړوند پوره معلومات ورکړه زیاته یی کړه دیو میاشتی په موده کی دا دریمه دانسان تښتونی پیښه ده چه دپولیسو دکار او فعالیت په اساس اته (۸) تنه یی دانسان تښتونکو دمنګلو څخه خلاص کړی او په تور یی څلور تنه نیولی چه دقانونی کړنو په موخه یی عدلی او قضایی ادارو ته سپارلی .همدارنګه نوموړی دپولیسو او ګډو امنیتی ځواکونو دتیری ورځی دبریالیو عملیاتو چه دبتی کوټ ولسوالی دتکیه ، امبارخانه ، چهاردهی او کوچیانو کلیو کی ترسره شوی یادونه وکړه چه پدی عملیاتو کی ددولت څلورو تنه مخالفین وژلی او پنځه تنه یی سخت ټپیان شوی ، دوه میله راکټ انداز ، یو میل پیکا ، پنځه فیره دراکټ انداز ګولی ، یو عراده سراچه ، یو عراده موټر سایکل یی پلاس راوړی، دنوموړی دیو پوښتنی په جواب کی خبریلانو ته وویل چه دایساف دقواوله خوا دخوګیانو ولسوالی اړوند ساحه کی په یو عراده کرولا موټر چه دچاودیدونکو توکو څخه ډک وهوایی برید کړی او په مکمل ډول یی له منځه وړی چه پدی سره یی دجلال اباد په ښار کی دیوی خونړی پیښی مخه ونیول شوه.
همداشان دننګرهارولایت دامنیی قوماندان دبلی قضیی په اړه خبریالانو ته وویل دثمر خیلو دتالاشی په ساحه کی (۶) شپږ تنه ماشومان چه تقریبا عمرونه یی دپنځو څخه تر شپږو کلنو پوری دی دنورستان ولایت اوسیدونکی دی چه دیو تن انسان تښتونکی محمد عمیر دمعراج الدین زوی له خوا پاکستان هیواد ته تښتول کیده دبهسودو ولسوالی دامنیی قوماندانی زړورو او بیداروامنیتی او کشفی موظیفنو له خوا کشف اونیول شوی چه قضیه دامنیی قوماندانی دجنایی جرمونو پر ضد دمبارزی په ریاست کی دغور او څیړنی لاندی ده .