ښايي لراوبر به ريشتيا هم داسي يو نوم وي چي په لراوبر افغانستان کي د زيــــــات شمېر مافيايي ، استخباراتي ، بلواکو او بلپالو کړيو په سترګو کي اغزی دی ، ښايي دغه لامل به وي چي په لراوبر افغانستان کي يې د زيات نه هم زياتو خواخوږو ، ازادو ، خپلواکو او خپلپالو فرهنګيانو پاملرنه او همکاري جلب کړې ده ، څنګه چي زموږ په لرو بره پښتونخوا کي بلواک له مادي پلوه تر خپلواکو زورور دي نو دغه لامل دی چي په لراوبر ويبپاڼه کي ډيرئ خپلواک ژورناليستان د خپل هيواد او ولس سره د خواخوږۍ پر اساس د بېوزلو او مظلومو هيوادوالو ږغ په مستعارو نومونوتر نورو رسوي ، خدای بخښلی ځوانيمرګ شهيد عبدالصمد روحاني هم يو له هغو خواخوږو څخه و چي د هلمند ولايت د بې وزلو او کړيدلو اوسيدونکو آه او فرياد يې د بي بي سي راډيو تر څنګ له لراوبر ويبپاڼي هم له هلمنده په مستقيم ډول خپراوه .
شهيد روحاني ددې ولس يو له هغو خدمتګارانو څخه و چي شپه او ورځ يې د خپل ولس د سوکالۍ ، نېکمرغۍ او بلاګانو څخه د خلاصون په لاره کي په ډيره ايمانداري مبارزه کوله ، دې شهيد يوازي له بي بي سي سره همکاري نه لرله ، بلکي هغه ناخوالي چي د بي بي سي په خپرندويه پاليسي کي نه ځاېدلې خو خپرول به يې د خدای بخښلي په آند ضرور وه، هغه يې بېله کومي حق الزحمې ، بېله کوم شاباسي يانوم او شهرت ترلاسه کولو د ازادو رسنيو له لاري خپرول .
وروستۍ ځل مي تير کال په جولای کي دده د دوهم واده څخه څو ورځي وروسته په بېنوا فرهنګي ټولنه کي وليد، کندهارۍ غاړه يې اغوستې وه ، ګوته او ورغوئ يې په نيکريځو سره وه ، ږغ ثبتونکې آله ( ميني ډيسک ) او د بي بي سي نښان لرونکی مايکروفون ور سره و د بېنوا فرهنګي ټولني دفتر ته راغئ ، زه لا هغه وخت د بېنوا ويبپاڼي مسول چلوونکی وم ، روحاني د ع . نوروزي په نوم همکاري کوله ، د بېنواويبپاڼي د څرنګوال په اړه په لنډ ډول سره وږغېدو ، ما د انتقادي ټوکي په ډول ورته وويل : دا تاسي يو نيم خبريالان هم يا په غوړ غړي پسي ګرځئ يا په غوړ مړي پسي ، يا د ځانمرګو په راپورونو پسي ګرځئ يا د چارواکو په فرمايش خبرونه خپروئ ، خو د ( شابازار ) د سړک پر غاړه د بېلابېلو شيانو د خرڅوونکو له حاله هيڅ يوه خبريال ځان خبر نه کړ . دا هغه مهال و چي د کندهار ښار ډيرئ اوسيدونکي د کندهار ښاروال له نامناسبو کړنو څخه تر پوزي راغلي ول .
شهيد روحاني ته مي د هغې ورځي کيسه وکړه چي څنګه د ښاروالۍ مسولينو د سړک د غاړي له غريبو خرڅوونکو څخه ددوی د دکاندارۍ توکي د ښاروالۍ په موټر کي غورځول ، څنګه يې د رېړۍ والاو روميان ، بانجڼ او نور شيان پر سړک ور غورځول و څنګه يې خلکو ته سپکي سپوري ويلي او په کلاشينکوفونو يې ګواښول .
روحاني زما خبرو ته په ډير غور غوږ نيولی و ، وروسته يې راته وويل : داسي څوک پېژنې چي هلته دکاندار وي او دغسي چلند ورسره سوئ وي ، ما عبدالرازق ته چي په شابازار کي يې د غوماشو دوا خرڅوله زنګ ووهه ، او د شهيد روحاني په غوښتنه مي ورته وويل چي لس دقيقې وروسته د چارسو چوک ته ځان راورسوي ، روحاني سمدستي د بېنوا فرهنګي ټولني له دفتره روان سو، د عبدالرازق نمره يې وليکله او چارسو ته روان سو ، لس دقيقې وروسته يې له عبدالرازق سره ليده کاته سوي وو ، هماغه شپه او او په سبا يې له د شهيد روحاني په ږغ کي بي بي سي راډيو د شابازار د بې وزله ، غريبو او بېچاره دکاندارانو سره د زور زياتي خبر په ټوله نړۍ کي خپور کړ.
شهيد روحاني په هماغه ورځ ځای پر ځای ماته په عملي ډول وښودل چي هغه د ( غوړ غړي يا غوړ مړي ) ژورناليست نه ، بلکي د خپل بېچاره او مظلوم ولس د سوکالۍ او خوشالۍ د لاري زيارکښ دی . هو ، شهيد روحاني په ډيره ايمانداري د هلمند ولايت د وروستيو کلونو د ناخوالو انځور په پرله پسې توګه له بي بي سي راډيو وړاندي کړ.
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران د ځوانيمرګ روحاني وژنه په کلکه غندي ، په غم يې اوښکي تويوي ، له کورنۍ او دوستانو سره يې په دې غم کي لکه د کورنۍ د غړو غوندي ځان شريک ګڼي .
د لراوبر ويبپاڼي اداره د افغان دولت پر پلټنو بې باوره شوې ده ، افغان دولت په ددغسي پېښو پر مهال يا خپلواکي پلټني نه شي کولائ يا يې پايلي پټوي ، موږ دا ځل له افغان دولت څخه غواړو چي د خپلو ټلټنو ؟! تر څنګ د بي بي سي نړيوالي ادارې ته دي د پلټنو وړانديز وکړي او له هغوی سره دي مرسته وکړي ، موږ له د بي بي سي له نړيوالي ادارې غوښتنه کوو چي د افغان ژورناليست ځوانيمرګ شهيد عبدالصمد روحاني د وژل کېدو په اړه دي ژر تر ژره پلټني پيل کړي تر څو قاتلين وپيژندل سي او د خپل دې وحشي عمل په سزا ورسيږي .
روحاني چا وواژه؟
سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه؟
د آی ايس آی په امر مړ ، که امريکا وواژه؟
دلته خو ته يې ، يا طالب ، برتانيا ، مافـــــيا؟
قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !