کور / تازه خبرونه / عصمت الله شاهين: له حکومت سره خبرې نه کوو

عصمت الله شاهين: له حکومت سره خبرې نه کوو

اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د طالبانو غورځنگ عصمت الله شاهين خپل سرپرست مشر ټاکلى او وايي تر څو نورو ورځو به خپل دايمي مشر اعلان کړي.سرپرست مشر عصمت الله شاهين سملاسي له اسلام اباد سره خبرې اترې رد کړې.د حکيم الله مسعود له وژنې وروسته په خپل لومړني غبرگون کې د پاکستاني طالبانو غورځنگ د هغه د غچ اخيستو گواښ کړى او پړه يې د دوى په وينا په ” مرتد او ناپاک پوځ” او امريکا اچولې ده.پاکستاني طالبانو د هغه هېواد پوځ په دې هم تورن کړى چې گواکې د حکيم الله مسعود په سر يې له امريکا پنځه ميليونه ډالر ترلاسه کړي دي.د پاکستان د طالبانو غورځنگ په خپل ليکلې خبر پاڼه کې پاکستاني چارواکي ” د امريکا غلامان” بللي او وايي له هغوى سره خبرې ممکنې نه دي پاکستان د طالبانو غورځنگ په خپل ليکلې خبر پاڼه کې پاکستاني چارواکي ” د امريکا غلامان” بللي او وايي له هغوى سره خبرې ممکنې نه دي