کور / تازه خبرونه / په سپين بولدک ولسوالي کي به ډېر ژر ښاري ماسټر پلان تطبیق سي

په سپين بولدک ولسوالي کي به ډېر ژر ښاري ماسټر پلان تطبیق سي

د کندهار ولایت په بولدک ولسوالي کي به ډېر ژرد ماسټر پلان له مخي کورونه، سوداګریز مارکېټونه، روغتیایي او پوهنیز مرکزونه، تفریحي پارکونه د سپورټ میدانونه او سړکونه جوړ سي.

په همدې موخه نن د کندهار ولایت والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا، امنیه قومندان تورن جنرال عبدالرازق اڅکزی، یو شمېر دولتي او غیري دولتي رئیسانو د دغه ولسوالۍ د ځینو برخو څخه د نژدې لیدنه وکړه او د لیدني څخه وروسته یې د همدې ولسوالۍ د ولسوال، قومي مشرانو، سپین ږیرو، او د دغه ولسوالۍ د یو شمېر ځایي اوسېدونکو سره د ماسټر پلان پر تطبیق بحث وکړۍ.

پوهاند ډاکټر توریالي ویسا او ورسره پلاوی لومړۍ د دغه ولسوالۍ د هغه نوي ګمرک د جوړېدو چاري د نژدې وليدې کوم چي په ډېره پراخه ساحه او ښه کیفیت کي جوړیږي.

د نوي ګمرک جوړېدونکي کاري ټيم کندهار والي او ورسره پلاوي ته وویل چي د ګمرک د جوړېدو چاري تر ډېره حده بشپړي سوي دي او د دغه ګمرک له لاري به ټول هغه تجارتي مالونه محصولیږي کوم چي د ګاونډي هیواد پاکستان څخه راځي او ورسره تر څنګ به د کندهار او پاکستان تر منځ سرحدي دروازه او لاره په ښه ډول ورغوي تر څو د خلکو او ملي تجارانو لپاره د ډیرو اسانتیاوو زمینه برابره سي.

ورپسې کندهار والي، مل پلاوي او د ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو د ولسوالي په انګړ کي د کندهار ولایت د ښاري پراختیا رئيس انجینیر محمد حنیف پر هغه چمتو سوي ماسټر پلان وږغېده کوم چي په دغه ولسوالۍ کي تطبیقیږي.

د ښاري پراختیا رئیس انجینیر محمد حنیف وویل چي یاد ماسټر پلان یې د څلویښتو کلونو لپاره جوړ کړۍ دی او د دغه ماسټر پلان له مخي به په یاده ولسوالي کي د ځوانانو لپاره تفریحي او سپورټي پارکونه، تجارتي مراکز، سړکونه، پوهنیز او روغتیایي مرکزونه او نور د ضرورت وړ ځایونه جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چي بولدک لومړۍ ولسوالي ده چي د ماسټر پلان له مخي به پکښي کارونه کیږي او یاد ماسټر پلان به په ۱۴ کیلومتره ساحه کي تطبیق سي.

په غونډه کي د بولدک ولسوالی قومي مشران، سپین ږیري، او ځایي اوسېدونکو د نوي ماسټر پلان پر تطبیق خوښي وښوده او د کندهار ولایتي ادارې نه ستړي کېدونکي هڅي یې وستایلې.

د غونډي ګډونوالو دغه راز په ولسوالیو کي د یو شمېر انکشافي پروژو د تطبیق او د ښځینه ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه وکړل او زیاته یې کړل چي وطن او سیمه په خلکو ښایسته او ابادیږي نو که چيري د افغانستان د هري سیمي ځایي خلک لاسونه سره یو کړي او د دښمن په وړاندي ودریږي نو زموږ هیواد به د نورو پرمختللو هیوادونو په لیکه کي راسي.

په غونډه کي کندهار والي او قومندان امنیه د خلکو څخه د ماسټر پلان په تطبیق کي مرسته او همکاري وغوښته او زیاته یې کړه چي د خپلي سیمي په خپله ساتنه وکړي او چاته اجازه مه ورکوۍ چي د پلار او نیکه پر مځکه مو بې رحمه او ناځوانمردانه اعمال تر سره کړي.

بولدک د کندهار ولایت سرحدي ولسوالۍ ده چي د پاکستان هیواد سره ګډ سرحد لري او ۲۵۵ لوی او کوچني کلي لري چي ټولټال ۴۵۰۰۰۰ وګړي پکښي ژوند کوي.

کندهار والي او ورسره پلاوي په سپين بولدک ولسوالي کي له عالي دارالمعلمين او مکاتبو څخه هم ليدنه وکړه او وروسته يې په تخته پول ولسوالۍ کي د قومي مشرانو او ولسوالۍ شورا له غړو سره د هغوى پر ستونزو او مشکلاتو د ولسوالۍ په مرکز کي خبري وکړې.