کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمېسیون د کار د پیل او څیړنو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې د دې کمېسیون د مشر له خولې لیکلي، کېمسیون ته رسېدلي ټول انتخاباتي شکایتونه به په شفافه اوعلني توګه وڅېړل شي.
ورځپاڼه وړاندې د عبدالستارسعادت څخه په نقل لیکي، هغه کاندیدان چې انتخاباتي کمېسیون له لومړي لست څخه حذف کړي، عوامل یې د شلو ولایتونو د کارتونو د فیصدي نه پوره کول ښودل شوي دي.
د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید شکایتونه قانوني وڅيړي، دا ډېره مهمه نه ده چې څوک خوشحالیږي او څوک خپه کیږي.
د لیکوال په باور له شک پرته چې؛ یو شمېر ایستل کېدوونکي کاندیدان به نیوکې کوي او انتخاباتي شکایتونو پر کمېسیون به تورونه لګوي، خو مهمه دا ده چې؛ د انتخاباتي شکایتونود کمېسیون کار قانوني وي او افغان ولس پرې خوښ وي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي افغانان به د انتخاباتو د کمېسیون په راتلونکو کړنو هم قضاوت کوي ،نو په کار ده چې؛ دوي په پوره ناپېیلوب او شفافیت سره شوي شکایتونه وڅیړي.
ماندګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي هغه دلایل چې د انتخاباتو کمېسیون او د شکایتونو اورېدوکمېسیون یې د ابتدایي لست په اړه وړاندې کوي په ښکاره سره توپیر لري.
لیکوال وړاندوینه کوي که د دوي کار همداسې دوام وکړي کېدای شي د انتخاباتو په کارونو ناوړه اغېزه واچوي.
د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي لکه څنګه چې د انتخاباتي شکایتونواورېدو کمېسیون ژمنه وکړه، چې د انتخاباتو بهیر به له درغلیو پاک او روڼ ترسره کوي.
لیکوال سپارښتنه کوي دغه کمېسیون باید له دغه ستر، ملي، دیني او اخلاقي ازمونه بریالۍ را ووځي.
بلې دولتي ورځپاڼې انیس په خپله سرمقاله کې لیکلي، اوس سترګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته اوړي چې؛ څه ډول د شکایتونو په اړه پریکړې کوي او د خلکو اعترضونو ته غوږ نیسي.
د لیکوال په اند د دوی ښه او شفاف کارونه کولای شي، چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه سو تفاهمات او د احتمالي ناخوالو مخه ونیسي.