په خوست ولايت کې داستادحکيم تڼيوال طبي انستيتيوت دنرسنګ قابله ګۍ ،ستوماتولوژي ،لابراتوار او فارمسۍ له څانګې څخه تر دوه کالونو زده کړو وروسته ٧١تنه فارغ اوټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شول،هغه مراسم چې دياد انستيتيوت په انګړ کې په همدې موخه جوړ شوي وو ،دخوست ولايت مقام په استازيتوب په کې بريالي روان ،دولايتي شورا په استازيتوب په کې دواد شاه مکين زوى ،دشيخ زايدپوهنتون مرستيال استاد اسدالله تڼي ،داستاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت مشر ډاکټر حميدالله حامد ،دلوړو زده کړو دموسساتو مسوولينو ،محصلينو ،دفارغو کسانو دکورنيو غړو او ګڼ شمير ځوانانو برخه اخيستي وه.
دياد طبي انستيتيوت مشر ډاکټر حميدالله حامد مېلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ وويل چې دا دريمه دوره فارغين دي چې ١١تنه يې انجونې او نور يې هلکان دي چې داستاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت څخه فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کيږي ،نوموړي وويل چې دځوانانو دروزنې په موخه يې فعاليت پيل کړى او په ايماندارۍ سره دې ته ژمن دي چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
دولايت مقام په استازيتوب بريالي روان دخوست ولسونو او دفارغو کسانو کورنيو ته داستاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت څخه دفارغو شويو کسانو دفراغت مبارکي وړاندې کړه او ددوى فراغت يې دافغان ملت ،خوست مېشتو ولسونو او محلي حکومت لپاره يوه ستره لاسته راوړنه او وياړ وبللو ،نوموړي وويل محلي حکومت په بشپړ مسووليت او درک سره په دې باندې کار کوي چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې دپوهنيزو او ښوونيزو معياري مرکزونو دفعاليت لپاره لا غوره زمينه مساعده کړي.
بريالي روان له فارغو کسانو وغوښتل چې دطب مقدسترين مسلک ته په درناوي او په بشپړه ايماندارۍ ،صداقت او رېښتولى سره دخپلو ځوريدلو خلکو لپاره دخدمت جوګه شي اودټولنې دهر ناروغ کس تداوي دخپل ځان او دکورنۍ دغړو دتداوى په شان وګڼي ،دلوړو زده کړو له خصوصي موسساتو يې غوښتنه وکړي چې په خپلو منځو کې سالمي سيالي وکړي دنظام تګ لارو ،منل شويو نړيوالو معيارونو او څرنګوالي ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
دولايتي شورا وکيل داود شاه مکين زوى دخپلو خبرو پرمهال وويل چې نوي فارغين به وکولى شي دخوست په مرکز او ولسواليو کې دعامې روغتيا کمبود بستونه ډک او خپلو خلکوته خدمت وکړي ،دمبارکۍ ترڅنګ يې په ځوانانو باندې غږ وکړ چې علمي مرکزونو ته مراجعه وکړي او په واقعي توګه دفراغت سندونه ترلاسه کړي.
وروپسې دشيخ زايدپوهنتون مرستيال استاد اسدالله تڼي ،دپامير دلوړو زده کړو دموسسې مشر استاد پوهندوى سيدکريم شاه نکيمل ، داحمدشاه ابدالي دطبي زده کړو دموسسې مشر دوکتور بادشاه زار ابدالي ، دعامې روغتيا په استازيتوب دوکتور هدايت الله حميدي او دځوانانودټولنې مشر احسان الله شهيدمل په خپل وارسره خبرې وکړي ،فارغ شوي کسان يې ټولنې ته دخدمت کولو يو ښه ځواک ياد کړ ،له فارغو کسانو يې وغوښتل چې په صداقت سره دخپلو زده کړو څخه ګټه پورته اوخلکوته خدمت وکړي اوهمېشه دوضع شويو اصولو درناوي وکړي.
دفارغو کسانو په استازيتوب دستوماتولوژي دڅانګې څخه فارغ عبدالوهاب ستوري خبرې وکړې ،نوموړي وويل چې په صداقت او ايماندارۍ سره به خپل ولس ته خدمت کوي ،له نورو ځوانانو يې هم وغوښتل چې ددوى په شان زده کړې وکړي ،ستوري وويل چې اوس به ډيرې هغه نيمګړتياوې لرې شي چې پخوا تردې دنرسنګ قابله ګۍ ،ستوماتولوژي ،لاربراتوار او فارمسۍ په پرخه کې دروزل شويو کسانو دنه شتون له امله موجودې وي ،جوړ شوي مراسم فارغو کسانو ته دسندونو او ډاليو په ورکولو سره پاى ته ورسيدل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه