کور / تازه خبرونه / طالبان: د حکیم الله مسعود غچ به اخلو

طالبان: د حکیم الله مسعود غچ به اخلو

اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسعود تر وژل کېدا وروسته پاکستان ویلي چې په دغه برید سره امریکا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر ویجاړ کړی دی.خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې ‘کورنۍ موضوع’ ده.سرچینه ټینګار کوي، چې پاکستان او امریکا ”د سخت دریځۍ له منځه وړلو په برخه کې مشترکه تګلاره لري”.داسې رپوټونه هم شته چې ګني حکیم الله مسعود د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د تېرې جمعې ورځې برید کې نه دی وژل شوی. جنوبي وزیرستان کې د طالبانو د تحریک ویاند اعظم طارق رسنیو ته د تیلېفون پر کرښه ویلي “د حکیم الله مسعود د وینې هر څڅېدلی څاڅکی به په ځانمرګي برید ورکوو. امریکا او د دوی ملګري به خوشحاله وي، خو موږ به د خپل شهید مشر غچ ارومرو اخلو” دطالبانووياند زياته کړې ده ، چې حکیم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ شمالي وزیرستان کې د امریکا بريد کې وژل شوی.پاکستان د دغه برید په تړاو اسلام اباد کې د امریکا سفیر د توضیحاتو لپاره ورغوښتی و.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي، د طالبانو پر مشر دغه مرګونی برید ”نه یوازې د یوه کس د وژلو برید و، بلکې د سولې ټولې هڅې یې په سیند لاهو کړې”.ښاغلي نثار د امریکا متحده ایالتونه د سولې د ټولو هڅو په ”ویجاړولو” تورنه کړې ده، چې په وینا یې له واشنګټن سره به هر ډول اخیستونکی ګام په غور واخیستل شي”له پاکستان سره پر ټولو هغو عناصرو او موضوعاتو زموږ خبرې روانې دي، چې ګډ منافع مو پکې خوندي دي”.د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرو ته لېوالتیا ښوولې وه، او هڅه یې دا وه، چې په هیواد کې د روان تاوتریخوالي لمن نوره ټوله شي.د پاکستان وروستیو کلونو تاوتریخوالو (بمبار، چاودنو او هدفي وژنو) کې زرګونه کسان وژل شوي دي.د طالبانو یوه لوړپوړي مشر ومنله، چې حکیم الله مسعود د امریکا بې پیلوټه الوتکې په هغو څلورو توغندیو له خپلو څلورو ملګو سره سره ووژل شو چې شمالي وزیرستان کې يې د هغه موټر په نښه کړ.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي، د طالبانو پر مشر دغه مرګونی برید ”نه یوازې د یوه کس د وژلو برید و، بلکې د سولې ټولې هڅې یې په سیند لاهو کړې”.په وژل شویو کې دوه د مسعود ساتونکي وو.د پاکستان رسنیو وویل، چې د مسعود مړی د شمالي وزیرستان قبایلي سيمې یو نامعلوم ځای ته وړل شوی.د پاکستاني طالبانو یوه ویاند اعظم طارق په داسې حال کې د مسعود د غچ اخیستو ګواښ کړی، چې پاکستان خپل پوځ ته د لوړې کچې تیارسئ امر کړی و:”د حکیم الله مسعود د وینې هر څڅېدلی څاڅکی به په ځانمرګي برید ورکوو. امریکا او د دوی ملګري به خوشحاله وي، خو موږ به د خپل شهید مشر غچ ارومرو اخلو”.د تېرې شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو شورا د خپل نوي مشر ټاکلو لپاره غونډه لرله. نا تایید شویو رپوټونو ویلي، چې سیمه ییز قومندان خان سید سنجنا د مشر په توګه ټاکل شوی.