کور / تازه خبرونه / په کامدیش کي درنه جګړه پاي ته ورسیده

په کامدیش کي درنه جګړه پاي ته ورسیده

له نن سهار شپږ بجو را په دیخوا د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په ودانۍ او شاوخوا سیمو طالبانو د ثقیله وسلو برید کړي.
د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانۍ وايي چي برید له دریو خواوو شوي دي دده په خبره چي یادي درني جګړي شاوخوا اته ساعته دوام کړي چي د څلور طالبانو په ګدون نهو تنو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتي باقي وايي چي د طالبانو څلور مړي د جګړي په میدان پاتي دي او سره له دي پینځه ماشومان هم ژوبل شوي دي
نوموړي وايي چي د برید په ترڅ کي امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

تر اوسو طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي.