کور / سياسي / په ۲۰۱۳ کی مو ۵۷۴ ډالره ملی امنیت ته ورکړي دي

په ۲۰۱۳ کی مو ۵۷۴ ډالره ملی امنیت ته ورکړي دي

لیکوال : جان ګلېسر
منبع : انټی وار ډاټ کام ( امریکا )
نېټه : د ۲۰۱۳ د اکتوبر ۳۱مه
ژباړن : نثار احمد صمد

داسی تصور وکړئ چی د مافیا کوم بدمعاش مو خورا ټینګ ووهی . پزه مو وینی سی او څک څک ترې بهیږی . چپه سترګه مو تکه شنه ، پړسېدلې او بنده سی . پُښتۍ مو هم شاید ماتی سوي وی . بیا په ډېر تکلیف راولاړ سیً . دا مهال هغه بدمعاش د خپل کار په بدله کی ۵۷۴ ډالره لا هم درڅخه وغواړي .
په شدت او ظلم سره تر وهل کېدو ډیره بدتره لا دا ده چی په جبر او وچ زور سره دغه وهونکي ته د ده د وخت ضایع کېدو او تکلیف په بدله کی پیسې هم پسی ورکړئ .
دا کټ مټ هغه کار دی چی د ملی امنیت ایجنسي یې راسره کوی . د « کېټو بلاګ پوسټ » له مخی چی مسؤل چلونکی یې په جان هاپکینز پوهنتون کی د اقتصاد پروفیسور ( سټیو هېنک ) دی ، هر امریکایی مالیه ورکونکیً د کاله ۵۷۴ ډالره صرف د ملی امنیت د ایجنسۍ د فعال ساتلو لپاره تادیه کوی .
امریکایی عوام د څو میاشتو راهیسی پرله پسې دا معلومات او اطلاعات حاصلوی چی له مخی یې د امریکا د جاسوسي فعالیتونو پراخی رسواینی بربنډیږی .
دا له شکه وتلې خبره ده چی په حکومتی سطح د نړۍ د مشرانو ، که هغوی دوستان دي یا دښمنان ، ځاني ایمیلونو او تلیفونونو ته لاس رسي څه ارزانه او بې مصرفه کار نه دئ . په حقیقت کی ، لکه واشنګټن پوسټ ورځپاڼی چی رسوا کړه ، کله چی هغوی دغه په اصطلاح توره بودجه اعلان کړه ، په روان کال کی د امریکا د دې ډارونکي اډانې لپاره ستر مبلغ یعنی ۵۲٫۲ بلیونه ډالره تخصیص سوي دي .
هو ، دا بېله شکه یو عظیم مبلغ دی ، یعنی د کرنی وزارت تر تخصیص دوه چنده هم زیات ، د ناسا د بودجې تر درې چنده هم زیات او په همدې ترتیب تر ډیرو نورو وزارتونو او ایجنسیو زیات .
خو هغه څه چی دا لوی رقم زموږ په ذهن کی راکوي ، دا دی چی په تړاو یې د هر مالیه ورکونکي امریکایی متوسط مصرف اهمیت لری ، یا دا چی کېدای سی د ملی امنیت ادارو او ورسره تړلو ایجنسیو ته دا پیسې یوه « کرایه » وبولو .
هو باالکل ، دا د ملی امنیت ادارې ته یوه کرایه ده ، یعنی دا چی د هغې تر تعقیبونکي حالت لاندی هر مالیه ورکونکی باید هرومرو هغه ته د کاله د ۵۷۴ ډالرو خورا دروند رقم تادیه کړی . نو که دا هغه نقدي مطالبه وی چی فډرالي حکومت یې پر مالیه ورکونکو امریکایانو د دې لپاره وضع کوی تر څو پر خپل محرَمیت او راز یې تیرئ وسی ، نو بیا ویلای سو چی د ملی امنیت د ایجنسۍ دا کرایه خورا ډیره جګه ده .
د ملی امنیت اداره هره ورځ د هر امریکایی تلیفوني مکالمې په پراخه اندازه سره ثبت کوی او هغه اوري . دغه اینجسي زموږ ایمیلونه ، آی ایم چټ ، ویډیویی لیدنی کتنی او غونډی څاری . دا څانګه په اتومات او مسلسل ډول قانونی او حقوقی دواړه قوانین تر پښو لاندی کوی یعنی هغه مقررات چی د امریکایانو محرم والی ( راز ) او فردي حقونه ساتی . آن دا چی د جمهوریت غوښتونکي ګوند پارلمانی وکیل ( جیم سینسن برینر ) چی د مطلق العنان « هیواد پالنی مقررې » منځته راوړونکی هم دی ، وایی چی د ملی امنیت د ایجنسۍ دا فعالیتونه « زموږ د قانوني اصلاحاتو د لومړني ، دوهم او څلورم تعدیل حقوق تهدیدوی . »
خو د دې هر څه سره سره ، امریکایانو ته یو داسی بیل ( صورتِ حساب ) ورکول کیږی چی له مخی یې زموږ پر ځانونو د تجاوز عوض ورتحویلوو ، پای .