کور / شعر / د ګلاب قتل (مرثيه)

د ګلاب قتل (مرثيه)

روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا
وژلى
                     
هغه ګل يې  په سرو وينو لمبولى
زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه
شئ
                      
د ګلاب  قتل څوک کله شي منلى
 –
خو قسم دى روحاني يې راته
وويشت
                 
هغه ځوانِ لا ثاني يې راته وويشت
 په هلمند د چا ګلان نه پيروزو 
کېږي
               
بس يو ګل و بياباني يې راته وويشت

روحاني اوس په سرو وينو کې رنګين
دى
            ترمې –
ترمې مړاوى ګل پروت په زمين دى
 اوس هغه سترګې حيرت نه کتى نه
شي
           خپل قاتل ته
فکر وړى دى غمګين دى

هغه دنګ قد په ملا مات شو ، را ګوزار شو
 د
خپل ځان په وينو سور لکه انار
شو
             
خپلې حورې يې په دې دنيا کې
پرېښوې
               
په جنت کې کومې حورې ته په کار شو

خبر نه يي ؟  اوس د ګل قتل اسان
دى
                 
بې مالي زمونږه باغ زمونږ بوستان دى
 هر ډنډر کې غشى خښ او سر يې
نشته
                   
زموږ کور اوس د ګلونو قبرستان دى

روحاني ملګريه !  سپينه راته
وايه
                       
لکه تېر هسې په مينه راته وايه
 دا کوم زړه و  ، چې پر تايې ماشه
کړه 
؟
                         
همدغه خبره سپينه راته وايه

ګرانه ! ناوې دې په سرو سترګو
ژړېږي
 ګرانه !  زوى دى لکه ګل هسې
رپېږي
            
ته خبر يې ؟  په هلمند کې نن قيامت
دى
                      
اسويلي لکه اورونه پورته کېږي
 —
 روحاني ملګريه ! ځه الله دې مل
شه
                  
په مزار کې دې څراغ د ايمان بل شه
 ابدي ژوند دې د ستوري په شان روڼ
شه
 ستا قاتل په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شه


ژورنالست ليکوال او شاعر عبدالصمد روحاني ،  زما خوږ ملګرى و
، هغه  پرون مازيګر ( دغبرګولي ١٨مه )  په هلمند کې وتښتول شو او نن
يې  همدغه ولايت کې جسد وموندل شو .


 محمد نعمان دوست ،  کابل
د غبرګولي ١٩مه ، د شپې
١١:٢٠ بجې